د جمهوریت په وروستیو پینځو کلونو کې ځوان کهول په بې سارې توګه لوړې زده کولې او هر کال به دغه نسل په زرګونو نور سکالرشیپونو، بهر ته تګ کاوه. هغه دوره د معاصر افغانستان په تاریخ کې بې سارې ده.
د لېسانس دورې کادرونو، ماسټرۍ او دوکتورا ته مخه کړه او د علمي او بشري قوې په لرلو سره افغانان، تر ګاونډیانو مخ کې شول.
ملي ځواکونو د هېواد او ملي واکمنۍ ساتنه او دفاع کوله. د تل پاتې او باعزته سولې لپاره هڅې کېدې، له طالبانو د ملت غوښتنه دا وه، چې له جمهوریت سره یوځای شي، جنګیالي یې په کورنیو ځواکونو کې ورګډ او کادرونو ته یې په چارو کې ونډه ورکړل شي.
د دې لپاره جیدو عالماوو فتواوې ورکړې او د بهرنیو ځواکونو د وتلو تر اعلان وروسته، د افغانستان دیني عالماوو د کورنیو ځواکونو د ملاتړ لپاره د سیمې او اسلامي نړۍ ملاتړ او فتواوې تر لاسه کړې او نور یې د افغانانو ترمنځ جنګ، ناروا وباله!
د اساسي قانون په رڼا کې سلګونه نور قوانین جوړ شول، ښځو ته حقونه ورکړل شول او په ټولو ولایتونو کې د ښځو پر ضد د تاوریخوالي قضیو د څېړلو او د عدالت لپاره ځانګړې محکمې جوړې شوې. له نجونو او ښځو سره، نور د تعلیم او کار د بندېدا غم نه و.
هره میاشت او یا هم په هرو یوه یا دوو اوونیو کې به ولسمشر د کوم معتبر هېواد په رسمي بلنه مېلمه و او یا به کابل د کوم بهرني هېواد د ولسمشر، لومړي وزیر یا استازي کوربتوب کاوه.
په نړیوال ستیج باندې افغانستان مطرح و او د سیمه ییزو او نړیوالو همکاریو د سازمانونو اهدافو، د افغانستان له لومړیتوب پرته، تحقق موندلای نه شوای.
د اوبو په مدیریت او مهارولو باندې، چې د افغانستان عزت دي، په پراخه کچه کارونه روان وو، هندوستان تر 2024 کال پورې له افغانستان سره د نوې مرستې په ترڅ کې د شاتوت بند جوړولو لپاره مټې بډ وهلې.
ځوانان په خپل وطن کې پر کار بوخت وو، نه ایران ته تلل چې په سرحد کې یې پرې د درنو او سپکو وسلو مخامخ ډزې وشي او نه هم غیر قانوني څوک غرب ته اوښتل، چې د ماهیانو خوراک او یا یې مړی ژوندی ورک شي.
افغانې ښځې د تور او خیرن پنجابي، ایراني رافضانو او ترکانو تر لغتو لاندې نه کېدې، ځکه جنرال رازق غوندې مېړنیو یې غچ اخیست!
ولسمشر غني او استازي یې له طالبانو سره د تل پاتې باعزته سولې او د دغو لاسته راوړنو او ملي ارزښتونو د ساتلو په شرط، استعفا ته راضي شول او د لویې جرګې رابللو او د لنډمهالي ولسمشر ټاکلو لپاره پلان جوړ شو، چې په شپږو میاشتو کې، سراسري ولسمشریزو ټاکنو ته زمینه برابره کړي.
اساسي قانون هم د تعدیل وړ و، خو ملت ته په هېڅ توګه د جمهوریت سقوط او د ناوړې معاملې په ترڅ کې پرې د طالبانو دا رنګه تپل، د منلو نه وو، له همدې امله د طالبانو د راتګ هرکلی ونه شو او ملت تر ننه پورې ترې په څنګ دی!
له دغه فاجعه بار سقوط وړاندې ولسمشر غني ملي شورا ته لاړ او ملي شورا ته یې په تاریخي وینا کې د دغو خطرونو او د افغانستان پر سر د ناوړې معاملې په اړه مفصله تاریخي وینا وکړه. هغه د ملت استازیو ته دوه انتخابونه وړاندې کړل، هغه دا وو، چې د جمهوریت ننګه کوئ او که د امان الله خان د واکمنۍ سقوط په څېر بېرته سل کلن شاتګ ته هېواد او ولس سپارئ؟
ښاغلي غني بله ورځ د ولایتي شورا استازي ارګ ته ور وبلل او دغه حالت یې ورته بیان کړ، ولسمشر هغوی ته هم د جمهوریت د ملاتړ ځولۍ وغوړوله، خو هېڅ چا یې خبره ونه منله!؟
اوس د تښتېدلي تور هم پرې پورې کېږي!؟
امریکا، بریتانیا، پاکستان، چین، ایران، او روسیې، خپل هدف ترلاسه کړ، ټولو د اوس په څېر له کورنیو ځواکونو پرته بې دفاع، بې زوره او بې ځواکه، په سیاسي او اقتصادي ډګر کې په ملا مات او له نړیوالې ټولنې په انزوا کې خوار او غریب افغانستان غوښت، داسې هېواد، چې ترهګري پرې واکمنه وي او د پیاوړي حکومت په ځای، د یوې یا څو وېشلو ډلو په لاس کنټرول کړل شي.
پاکستان خو پر امریکا دا ومنله، چې د افغان ځواکونو د مرستې، روزنې او تجهیز لړۍ ودروي او د جمهوریت نسکورولو لپاره کار وکړي، د پاکستان استدلال دا و، چې افغان ځواکونه پیاړي دي او ترې په وېره کي دی، نو د دغو ځواکونو په ځای، باید د ډلو په واسطه کنټرول کړل شي.
بل لوری د جیدو دیني عالمانو، ملي شخصیتونو، مدني فعالانو، ژورنالیستانو او د سر سړیو وژنو او ترور ناوړه پلان پراخ کړل شو. لنډه دا چې د تجزیه او پاشل کېدونکي پاکستان په لاس، د افغانستان لپاره تصمیم ونیول شو.
اوس افغانستان په علمي، پوځي، سیاسي، ټولنیز او اقتصادي ډګرونو کې په ملا مات دی، وګړي یې د زده کړو، کار، حق غوښتلو، سفر او له نړیوالې ټولنې سره د اړیکو ټینګولو حق نه لري، رسنۍ او د وینا ازادي بنده ده، مدني ټولنه له فعالیته منع ده، له واکمنو د حساب غوښتلو جرئت له چا سره نشته، د افغان کادرونو عزت ننګول شوی، د علم دروازې داسې کلکې بندې دي، چې د ټکولو او پرانیستلو لپاره یې ټولې هیلې، خاورې اېرې شوې. افغانان هر کال زرګونه تحصیلي بورسونه او چانسونه له لاسه ورکوي!
د واکمنو فساد او ځان غوښتنه دومره لوړ دي، چې ولس، د جمهوریت د فسادیانو او لنډغرو په آرمان دی.
که ملت د خپل راتلونکي ژغورلو لپاره په عاقلانه او عادلانه توګه لاس په کار نه شي او د دې لپاره قرباني، ربړه او له دیکتاتورو واکمنو سره ډغرې پر ځان ونه مني، نو وېره ده، چې دلته ډېر خطرناک لاسونه بیا هم رااوږده او بله ستره لوبه پیل کړي!
سلامونه،
ښاغلی شهباز خان ورور!ښې چارې
ستاسو دلیکنې د سرلیک پوښتنې ځواب خو ما پیدا نکړ!؟ چې ملت باید څه کړیوای، یا وکړي؟؟
زما په آند، د ډ.اشرف غني تراژیدۍ له ډبل عودلا سره د ۵۰-۵۰ قدرت ویشلو ،چې په اصل کې د پوهاند یون صیب خبره،۸۵فیصده یا په سلو کې ۵۰ نه بلکه د نضوار! شوروا د نورو پنځمو ستونونو ناندری مزایده وه او بیا په دوهم ټاکنو کې ېې هم ګلمرګان !!ې نه مني په فکاهئ د جان کیری او پمپیو او په ځانګړې توګه د ز.خلیلزاده په شیطاني او منافقانه ترجمانیو ؛د افغانستان حدود اربعه ګز و پل کړل او تر قطر،ترکیی؛مسکو؛ بن ا.د.ن. ېې خپل پرډیم نغدول:د صلحې پروسه هم د دوستم اوغلو!،کوفی فوزیه ، سرابۍ ا د ن د مسکا قربانی سوه او …
-د ځوانانو تیښته هغه وخت هم ډیره وه؛ د افغان او سوری یی ماشومانو جسدونه د ترکیی سواحلو کې انځور په رسنیو کې…
-ولسمشر په یوازې متفکریت ! هیڅ هم نسوای کولای؛ ۶۰۰ ماشینکی پنچر-جنرالانو ، ۳۰۰ مشاورینو او سلګونو وکیلانو ورسره کمک نه کاوء؛
بیچاره، غریب فقیر ولس یا ملت به څه کړیوای؟
ډیریو دا بله ډله غنیمت ګڼله چې اقلن خارجیان خو ېې نه غوښتل؛ د غلو؛ لڼډغرو، مفسدینو ، رهزنانو او ۴ عیب شرعیانو پرضد ګویا امارتی جهاد کاوهء؛ دا چې هر حکومت اول کې لږ ښه کارونه کوي مګر وروسته ېې له بدنیتیو او خلکو ځورونو ؛خدای وهي ؛همدا دهیواد تاریخ تری ډک دی.
و اصحاب المیمنه ت ،ما اصحاب المیمنه
و اصحاب المشیءمه ت ،ما اصحاب المشیءمه
والسابقون السابقون ،اولایک المقربون …
سوره الواقعه ،آیتونه له ۸-۱۱