چهارشنبه, دسمبر 18, 2024
Homeخبرونهمتقي او د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر د ټاپي نللیکې له...

متقي او د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر د ټاپي نللیکې له عملي چارو لیدنه وکړه

تاند ( دوشنبه د لیندۍ/ قوس ۲۶) د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي او د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر رشید مرادوف د دواړو هېوادونو ګډې پولې ته څېرمه په افغانستان کې د ټاپي پروژې د عملي کار له بهیره لیدنه وکړه.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د یوې ویډیو په خپرولو سره ویلي، چې دواړو لورو په افغانستان کې د ټاپي پروژې د کار چټکتیا، د نوري فایبر انتقال، د رېل کرښې پراختیا، ټرانسپورټ او ویزو ورکړې په اړه خبرې کړې دي.

یاد وزارت ویلي،چې دواړو لورو هوکړه وکړه چې په کابل او عشق آباد کې به تخنیکي ټیمونه د ټاپي پروژې د کار د چټکتیا، د رېل کرښې د پراختیا، برېښنا، ترانسپورتي اسانتیاوو او د ویزو ورکولو، اقتصادي همکاري او د دې پروژې د پروسې په اړه خپلو غونډو ته دوام ورکوي.

د یادونې ده، چې په دې وروستیو کې د ټاپي نللیکې د کارونو د بشپړېدا په اړه ناستې ډیرې شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب