چهارشنبه, دسمبر 18, 2024
Homeخبرونهایران وايي، هغه افغانان خپلې خاورې ته نه پرېږدي چې پېژندپاڼې یې...

ایران وايي، هغه افغانان خپلې خاورې ته نه پرېږدي چې پېژندپاڼې یې بایومتریک شوي نه وي

تاند (دوشنبه، د لیندۍ/ قوس ۲۶ مه) د ایران د کورنیو چارو وزارت یوه چارواکي ویلي چې ایران ته د هغو افغان کډوالو د بیا ورتګ مخه نیسي، چې د تذکرې بایومتریک ازمېښت یې نه وي کړی.

د ایران د کورنیو چارو وزارت د بهرنیو اتباعو او کډوالو چارو د مرکز رئیس نادر یاراحمدي  پرون یکشنبې له ایراني خبریالانو ته وویل، ایران دا مهال د نورو کډوالو د منلو ظرفیت نه لري.

د ده په وینا ایران ته د بې اسناده افغان کډوالو د بیا ورتګ د مخنیوي لپاره د افغانستان او ایران ترمنځ د سرحدي دېوال د جوړولو کار په سرعت سره وان دی.

په ایران کې په وروستیو کې پر افغان کډوال ډول- ډول محدودیتونه لګول شوي، په عین حال کې ایرانه د بې اسناده افغان کډوالو د ایستلو لړۍ هم روانه ده. د ایران د کرمان ولایت عمومي څارنوال پرون یکشنبې وویل، په تېرو درېیو ورځو کې په دې ولایت کې یو زر او ۷۸۸ تنه بې اسناده افغان کډوال نیول شوي او له دغه ولایته ایستل شوي دي.

د ایران په ګڼو ښارونو کې افغان کډوالو ته کارونه، نه پیدا کېږي او دوی ته کورونه په کرایه ورکول هم منع شوي دي.

ایراني چارواکي وايي چې د روان لمریز کال تر پایه به شاوخوا دوه نیم میلیونه افغان کډوال له خپلې خاورې وباسي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب