تاند ( دوشنبه د لیندۍ / قوس ۲۶مه) العربیه ټلویزیون خبر ورکړی، چې د بشار الاسد د رژیم له نسکورېدو وروسته په دوه ورځو کې د امریکايي ډالرو پر وړاندې د سوریې د لیرې ارزښت شاوخوا ۲۰ سلنه لوړ شوی دی.
سوداګر د دې بدلون لامل خپل هېواد ته د زرګونه سوریایانو راستنېدا او په بازارونو کې د امریکايي ډالرو او ترکي لیرو کارول بولي.
د معلوماتو له مخې دمګړۍ یو امریکایي ډالر له ۱۰ زره څخه تر ۱۲ زره ۵۰۰ سوریایي پونډو سره تبادله کیږي.
دا په داسې حال کې ده، چې کابو یوه اونۍ وړاندې په سوریه کې د بشارالاسد حکومت ړنګ او تحریرالشام واک ته ورسېده چې تر دې وروسته ګڼو هېوادونو په سوریه کې دیپلوماتیکو اړیکو پیل ته زړه ښه کړ او زرګونه سوریایان بېرته خپل هېواد ته ستانه شول.
دا هماغه دَ ډاګتر نجیب الله تر استعفا وروسته د اشرارو په راتګ یو دم یو ډالر له ١٠٠٠ افغانيو ٢٠٠ افغانيو ته راټیټ شو مګر دَ اشرارو په ٤ کلنه دوزخي انارشیو کي ډالر تر دوه لکه ٢٠٠٠٠٠ افغانيو لوړ شو او خلکو به دَ يوې بوجۍ اوړو پسې لس بوجۍ افغاني منډيي ته په کراچیو کې بارولې.
د طوفان تر راتګ مخکي معولا یو مرموز آرامش او چوپتیا وي!
خدای پاک دي سوريانو ته خیير پیښ کړي!