چهارشنبه, دسمبر 18, 2024
Homeخبرونهقطر له ۱۳ کلن ځنډ وروسته سوریې سره دیپلوماتیکې اړیکې پیلوي

قطر له ۱۳ کلن ځنډ وروسته سوریې سره دیپلوماتیکې اړیکې پیلوي

تاند ( دوشنبه د لیندۍ/ قوس ۲۶مه) د قطر بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې هېواد یې له ۱۳ کلونو وروسته یو ځل بیا له سوریې سره د ډیپلوماټېکو اړېکو نوی فصل پیلوي.

په خبرپاڼه کې لیکل شوي، چې قطر به سبا د سه شنبې په ورځ دمشق کې خپله سیاسي استازولۍ فعاله کړي.

خبرپاڼه کې راغلي،چې خلیفه عبدالله المحمود الشریف سوریه کې د دې هېواد سفارت د سرپرست په توګه ټاکل شوی دی.

بل لورته د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویاند ماجد بن محمدالانصاري ویلي، سوریه کې د خپل سفارت د پرانېستلو د پړاوونو د بشپړولو په موخه یې ډيپلوماټیک پلاوی دمشق ته استولی دی.

د یادونې ده، چې تر قطر وړاندې ترکیې هم له ۱۲ کلن ځنډ وروسته سوریه کې خپلې سفارتي چارې له سره پیل کړې.

قطر په ۲۰۱۱ کال کې له سوریې سره خپلې ډېپلوماټېکې اړېکې پرې کړې وې.

قطر داسې مهال له سوریې سره د دیپلوماتیکو اړیکو د بیا پیل خبر ورکړی،چې تازه په سوریه کې د بشرالاسد واکمني ړنګه او تحریرالشام غورځنګ واک ته ورسېده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب