Homeخبرونهګوګل راتلونکی کال د اې آی نوی پرمختللی نسل راباسي

ګوګل راتلونکی کال د اې آی نوی پرمختللی نسل راباسي

تاند (جمعه، د لیندۍ/ قوس ۲۳ مه) ګوګل کمپنۍ د مصنوعي ذهانت (AI) له نوې نسل ټکنالوژۍ سره پر وړاندې روانه ده.

ګوګل د چهارشنبې په ورځ د مصنوعي ذهانت له یوې بلې څپې، چې هدف یې د انسانانو له لوري د کېدونکو کارونو او فکر کولو اسانه کول دي، پرده پورته کړه.

د ګوګل د AI نوی نسل د “جمینای” تر چتر لاندې وړاندې کېږي، چې یو کال وړاندې معرفي شوی و.

ګوګل د “جمینای ۲.۰” خپرېدل د داسې AI ایجنټانو لپاره یو نوښت ګڼي چې د ځیرک یا سمارټفون له لارې ښودل شوي انځورونه تعبیر کړي، بېلابېلې ستړې کوونکې چارې ترسره کړي، هغه خبرې اترې په یاد وساتي چې کاروونکي یې له خلکو سره کوي، د ویډیو ګیم لوبغاړو سره د ستراتېژۍ په جوړولو کې مرسته وکړي، او حتی د آنلاین لټون دندې ترسره کړي.

د ګوګل اجرایي مشر، سندر پچای، په یوه بلاګ کې وړاندوینه وکړه چې په “جمینای ۲.۰” کې شته ټکنالوجي به ستاسو د شاوخوا نړۍ په اړه ډېره پوه شي، څو ګامونه مخکې به فکر وکړي او ستاسو تر څارنې لاندې به ستاسو په استازیتوب اقدامات وکړي. دا هغه هدف دی چې د نورو سیالانو، لکه د OpenAI له خوا جوړ شوي ChatGPT او د مایکروسافټ په څېر د صنعت د لویانو له خوا هم تعقیب کېږي، چې د ورته وسیلو په پراختیا بوخت دي.

شته ځانګړتیاوې

د ګوګل وروستۍ AI ټکنالوجي به په پیل کې د ازمېښتي ډلو او هغو پیرودونکو ته ځانګړې وي چې د “جمینای اډوانسډ” لپاره پیسې ورکوي، خو ځینې ځانګړتیاوې به د دې لټون انجن او ګرځنده اپلیکیشنونو له لارې وړاندې شي.

ګوګل پلان لري چې راتلونکی کال په پراخه پیمانه شیان راوباسي چې پکې دا ټکنالوژي به د ګوګل په وړیا محصولاتو لکه کروم براوزر، ډیجیټل نقشې، او یوټیوب کې هم څرګنده شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...