چهارشنبه, دسمبر 18, 2024
Homeخبرونهد امنیت شورا غړي: تر څو چې طالبانو د ښځو په اړه...

د امنیت شورا غړي: تر څو چې طالبانو د ښځو په اړه خپله تګلار بدله کړې نه وي، د رسمیت پېژندلو توقع دې نه لري

تاند (جمعه، د لیندۍ/ قوس ۲۳مه) د امنیت شورا د څو غړیو په شمول څوارلس هېوادونو، په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي چې تر هغه وخته به د طالبانو حکومت په رسمیت ونه پېژني، ترڅو چې دا ډله ښځې ځپي.

دوی له طالبانو وغوښتل چې ژر تر ژره د بشري حقونو سیستماتیکو سرغړونو، په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو او آزادیو د محدودولو پالیسۍ پای ته ورسوي.

د افغانستان په اړه د امنیت شورا د غونډې په څنډه کې د دې شورا ۱۱ دایمي او غیر دایمي غړیو او ۳ نورو هیوادونو په ګډه اعلامیه کې د طالبانو سیستماتیک جنسیتي تبعیض، د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي زیاتوالی، او د ښځو او نجونو د بشري حقونو پر له پسې سرغړونه په کلکه وغندله.

د امنیت شورا له غونډې سره هممهاله د امریکا، بریتانیا، فرانسې، اکوادور، جاپان، مالټا، ډنمارک، یونان، پاناما، سییرا لیون، ګایانا، سویس، سلوانیا، او جنوبي کوریا هېوادونو په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په مرکز کې د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت په اړه خپله ګډه اعلامیه ولوسته.

دې هېوادونو له طالبانو وغوښتل چې د بشري حقونو له سیستماتیکو سرغړونو، په تیره بیا هغو سیاستونو څخه چې د ښځو او نجونو اساسي حقونه او آزادۍ محدودوي، ژر تر ژره لاس واخلي. په اعلامیه کې ویل شوي: “دا ډول ناوړه چلند باید ودرول شي.”

د اعلامیې پر اساس، امنیت شورا له شپږم ټولګي پورته د نجونو د زده کړو مخنیوی، د پوهنتونونو او طبي انستیتیوتونو د تړلو، او په تېرو درېو کلونو کې د ښځو د چوپولو او له ټولنیز ژوند څخه د دوی د بشپړ ایستلو په موخه د طالبانو له ۸۰ څخه د ډېرو تبعیضي فرمانونو یادونه کړې.

دې ۱۴ هېوادونو له طالبانو وغوښتل چې د بشري حقونو د نړیوالې اعلامیې، د ښځو پر وړاندې د هر ډول تبعیض د له منځه وړلو کنوانسیون، د ماشوم د حقونو کنوانسیون، او د امنیت شورا ټولو اړوندو پرېکړه‌لیکونو، په ځانګړې توګه د امنیت شورا ۱۳۲۵ پرېکړه‌لیک په شمول، چې د ښځو، سولې او امنیت په اړه دی، د افغانستان نړیوالو ژمنو ته، درناوی وکړي.

د امنیت شورا د غړو په ګډه اعلامیه کې راغلي: “هغه حالت (رسمیت پېژندنه) چې طالبان یې غواړي، تر هغو پورې چې دوی دا لار تعقیبوي، د ترلاسه کېدو وړ نه دی.”

هغوی ټینګار وکړ چې “افغان ښځې د زده کړو حق او د ټولنې په اقتصادي او ټولو برخو کې د معنا لرونکې ګډون مستحقې دي.”

دې هېوادونو د افغانستان د راتلونکي په اړه په مهمو خبرو کې د ښځو د ګډون غوښتنه وکړه او له هېوادونو او د یوناما له دفتره یې وغوښتل چې له طالبانو او د افغانستان له خلکو سره د منسجمې رویې د ودې لپاره هڅه وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب