مه بې حوصلې کېږﺉ، بیرته اصلي خبرې ته راځم.
تاند کې داسې عنوانونه لولم چې اشتها مې راولي، فکر کوم چې اوس دې خاینان او وطن پلورونکي ځانونه ټینګ کړي، داسې به یې رسوا کړي لکه ټیپر. خو چې مقاله ختمه کړم نو د شکسپیر د یوې ډرامې عنوان را یاد شي چې: هیاهو یې ډېره، مانا یې هېڅ. د یوې مقالې عنوان و، ژوندي خاینان. د بلې، والیان…. د فساد په مستۍ کې. ما وېل د نر بچی به اوس د خاینانو نومونه فاش کړي، خو دوی ایله د خیانت اقسام، ګویا خاینانو ته نوې لارې ورښودلي. په دې دومره وخت کې مې ایله د کرزي د دوو مرستیالانو نومونه برالا واورېدل چې په فساد لتاړ دي. د زاخېلوال نوم هم څو ورځې لر بر کېده، لکه اوس چې بری الذمه شوی وي.
کندوس کې یو مشهور مداري و، خاکیشاه یې باله، دوکړه یې وهله، ماران یې د ټوکرۍ له لاندې اېستل، د خلکو لنګوټې یې مشهدي کولې (څیرلې یې او بېرته یې رغولې. لکه زموږ ځینې لیکوال، بلا د خدای و. په دېوانه جان مشهور یو هزاره ملنګ هم ښار کې خیر ټولاوه. لکه معموله چې ده، په کلیوال ذهنیت کې چې څوک لېونی شي خلک فکر کوي چې د برخې یا مرتبې والا، مانا ولي او بزرګ دی. یوه ورځ چې خاکیشاه څادر غوړولی و، یوې لویې کړۍ نندارچیانو ته یې خپل کمالات ښودل، هر چا، خداوهست، ششپولۍ یا شانزدا پولۍ څادر ته ور اچاوه. په همدې وخت کې هزاره ملنګ ګوډ ګوډ حلقې ته ننه ووت، غږ یې کړ، مسلمانا پس شوېن که مه اي مداري ره موکشم! خلک هیبت وهلي شول چې ملنګ بابا، خو ولي دی، او خاکیشاه هسې ګڼکپ، اوس یې ملنګ په رښتیا وژني. خلک دوې پرې شول، یوه د ملنګ ننګه کوله، بل د خاکیشا. لکه چرګان یا بلا تشبیه سپي چې سره جنګوي، هیجاني شول. یو ږیره ور ملا هم هلته و. د دې صحنې په لېدو یې په خوشالۍ نارې کړې: سحر با معجزه پهلو نزند دل خوشدار+ سامري کیست که دست از ید بیضا ببرد؟ (ما نا چېرته صوفي ملنګ او چېرته ګمراه مداري!) ټولو ملنګ بابا ته لار ورکړه چې د مداري سابه ور په مالګه کړي. موږ ټول هیجاني وو خو خاکیشاه مو لېد چې خاندي. چې ملنګ نژدې شو، مداري یوه کڅوړه د پښو ترمېنځ ورته ونیوله، او جوړ جا جوړجا او څه نور منتر یې ور ته ویل. که ګورو چې د ملنګ له پایڅې یوه هګۍ را پرېوته. هغه هګۍ یې ملنګ ته ورکړه، په شا یې وټپاوه او ویل یې، برو دېوانه جان، همي تخمه بخور. ملنګ لېونۍ خندا وکړه، ډانګ یې په اوږه کړ، لاړ. د ډېرو خلکو ارمانونه یې خاورې کړل، چې د ملنګ له بزرګۍ یې لرل.
هسې مې د ځینو مقالو خبره کوله چې لویه تمه درته پیدا کړي او بیا سړې اوبه درباندې وشیندي.
د ارواښاد استاد شپون دا لیکنه لومړی پلا د ۲۰۱۳ د جون په ۹ مه په تاند کې خپره شوې وه.