چهارشنبه, دسمبر 18, 2024
Homeروغتیاپه نړۍ کې ملریا په زیاتېدو ده

په نړۍ کې ملریا په زیاتېدو ده

تاند (یکشنبه، د لیندۍ ۲۵ مه) کارپوهانو ویلي، د ملریا پر وړاندې د مبارزې لپاره واکسینونو، د ماشو یا پشو ضد درملو، جالیو، او نویو درملنو ته لاسرسی ضروري دی.

د یوه نوې راپور له مخې، په ټوله نړۍ کې د ملریا پېښو شمېر تیر کال ۲۶۳ میلیونو ته ورسېد، چې دا د ۲۰۲۲ کال په پرتله ۱۱ میلیونه زیاتوالی ښیي. دا په داسې حال کې ده چې د ماشو له لارې د دې خپرېدونکي ناروغۍ د له منځه وړلو هڅې درېدلې دي.

له ۲۰۰۰ کال راهیسې د نړیوالو روغتیايي هڅو له امله د ملریا شاوخوا ۲.۲ میلیارده پېښو او ۱۲.۷ میلیونه مړینو مخنیوی شوی، خو په وروستیو کلونو کې د مالي ملاتړ نشتوالي، پر روغتیايي سیستمونو د COVID-19 د اغېزو، له ملریا سره په مبارزه کې د هېوادونو سیاسي بې‌ثباتۍ، او نورو ننګونو د دې ناروغۍ په وړاندې اقدامات ټکني کړي دي.

ډاکټر جیمز تیبیندیرانا، چې یو ایپيډیمولوژیست او په بریتانیا کې د ملریا کنسورشیم اجرایي رييس دی، یورونیوز ته وویل: “موږ دلته یوو ځکه چې د پام وړ پرمختګ شوی دی,”

په ۲۰۲۳ کال کې، اذربایجان، بیلیز، کیپ ورد، او تاجیکستان له ملریا څخه پاک تصدیق شوي، په داسې حال کې چې مصر سږ کال دا مقام ترلاسه کړ او ګورجستان او ترکیه هم دې هدف ته نژدې دي.

سره له دې، د روغتیا د نړیوال سازمان (WHO) راپور ښیي چې په ۲۰۲۳ کال کې شاوخوا ۵۹۷,۰۰۰ خلک د ملریا له امله مړه شول، چې دا د تېر کال له شمېر سره برابر دی، د مړینې نژدې ټولې پېښې په افریقا کې وې.

د دې دلیل دا دی چې ملاریا، چې لا هم په ۸۳ هېوادونو کې عامه ناروغي ده، د هغو ماشو له لارې خلکو ته خپرېږي چې په یوه پرازیت ککړې دي، او دا د هغو نورو ناروغیو په پرتله چې یوازې د خلکو په منځ کې خپرېږي، له منځه وړل یې ډېر پېچلی کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب