چهارشنبه, مې 15, 2024
Home+د قدرت الله حداد د وفات ۱۲ کاله ووتل

د قدرت الله حداد د وفات ۱۲ کاله ووتل

تاند- له نن څخه ۱۲ کاله پخوا د ۲۰۱۱ م کال د دسمبر په ۱۵ مه لیکوال او مورخ قدرت الله حداد د امریکا په ویرجنیا ایالت کې د زړه په سکتې د اتیا کلونو په عمر وفات شو.

قدرت الله حداد د افغان ملت پال ګوند د موسس غلام محمد فرهاد ورور و.

حداد د ۱۹۳۰ کال د اکتوبر په لومړۍ نیټې د کابل په ګُذرګاه کې زیږیدلی. د کابل له نچات (اماني) لېسې څخه تر فراغت وروسته یې د کابل پوهنتون د ژورنالیزم پوهنځی لوستی.

له پوهنتون څخه تر فراغت وروسته په آیینه جریده کې وګومارل شو.

ده په انیس جریدې کې کار کړی و او دغه راز یې د کابل ښاروالۍ د پامیر جریدې او د اقتصاد جریدې د مسوول او مرستیال چلوونکي په توګه هم دندې ترسره کړي دي.

ده یوه موده په اماني لېسه کې د ښوونکي په توګه کار کړی او دغه راز د پښټو ټولنې علمي غړی پاتې شوی دی.

پر افغانستان د شوروي له یرغله وروسته پېښور ته کډوال شو او څو کلونه یې هلته د افغان ملت جریده وچلوله. وروسته امریکا ته لاړ او د ژوند ترپایه همالته پاته شو.

ارواښاد استاد سعدالدین شپون د حداد صاحب، ډېرې خاطرې لري چې ځینې یې د قدرت الله حداد د وفات په لومړیو ورځو کې په تاند کې خپرې شوې.

حداد ماوماو / استاد سعدالدین شپون

2 COMMENTS

  1. د ارواښاد حداد دغه دوه( د افغانستان ملې تاريخ لومړۍ او دوهم ټوک) د ټولو افغانانو او په ځانګړي توګه پښتون ټبر ته يي د لوستلو سپارښتنه کوم. ددى پورته ذکرشويو کتابونو په لوستلو سره به مو په پښتو او پښتنو تاريخي ايمان پياوړۍ شي. او دپښوتون ټبر په تاريخي لرغونتوب به پوه شۍ او د پښتو او پښتنو ضد ډنډوره چيانو په اپلتو به ښه پوه شي.

  2. Lopar sbوټس اپ د راوليږه انشاالله در ته به يي وليږماو تر ټولو ښه بياايميل دۍ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب