تاند (دوشنبه، د لیندۍ/ قوس ۲۴ مه) د هرات د شیعه علماوو د شورا رئیس، محمد اسماعیل احمدي، د دیني علماوو یوې غونډې ته په وینا کې د افغانستان د بېلابېلو قومونو او مذاهبو ترمنځ د یووالي او همغږۍ پر ارزښت ټینګار وکړ او ویې ویل:
«د خلکو یووالی د بهرنیانو د نفوذ او د دښمنانو د توطیو پر وړاندې تر ټولو مهم خنډ دی، او دا مهال د هېواد د قومونو او مذاهبو ترمنځ د اتحاد کچه په څرګند ډول زیاته شوې ده.»
د دې غونډې تنظیموونکو د افغانستان بېلابېلو رسنیو ته ویلي چې دغه ناسته د کورنۍ اجماع د رامنځته کولو او د ټولنیزو درزونو د کمولو په موخه دایره شوې ده.
ویل کېږي چې دا په هرات کې د شیعه علماوو دوهمه غونډه ده او موخه یې د یووالي، پیوستون او ګډ تفاهم د روحیې پیاوړتیا ده.
دوی وویل، د طالبانو حکومت تل د ملي یووالي پر پیاوړتیا د سیاسي ثبات او امنیت د اساسي عامل په توګه ټینګار کړی دی.
په وروستیو میاشتو کې د افغانستان د شیعه علماوو شورا د طالبانو د حکومت د اداري چارو له رئیس سره په لیدنه کې، د هېواد په مرکزي ولایتونو کې د بنسټیزو او پراختیایي پروژو د پیل، او همدارنګه د امنیتي، ټولنیزو او خدماتي ستونزو د حل غوښتنه کړې وه.