پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهپه لغمان کې تر میلاد مخکې دورې لرغونی اثار وموندل شول

په لغمان کې تر میلاد مخکې دورې لرغونی اثار وموندل شول

تاند (دوشنبه، د لیندۍ/ قوس ۲۴ مه) د لغمان ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د یکشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د دې ولایت په ختیځه برخه کې تر میلاد مخکې دورې نوي لرغوني اثار موندل شوي دي.

د خبرپاڼې له مخې، دا لرغونی ځای د الینګار ولسوالۍ اړوند د ساو درې په «ستون» کلي کې موندل شوی دی.

د یاد ریاست په وینا، د لومړنیو کیندنو پر مهال یو شمېر تاریخي پاتې شوني را برسېره شوي دي. په دغو موندنو کې د ډبرو زینې، ۱۲ خونې او نور معماري جوړښتونه شامل دي، چې له لرغونو زمانو سره تړاو لري.

د موجودو شواهدو پر بنسټ، دغه لرغونی ځای د حضرت عیسیٰ علیه‌السلام له زېږون څخه مخکې دورې پورې اړه لري او کولی شي د لغمان د لرغوني تاریخ او د سیمې د پخوانیو تمدنونو د ښه پېژندنې لپاره مهم معلومات وړاندې کړي.

په لغمان ولایت کې له دې وړاندې هم ګڼ لرغوني اثار موندل شوي دي. د اطلاعاتو او کلتور ریاست وايي چې په وروستیو کلونو کې په دې ولایت کې یو شمېر تاریخي ځایونه پېژندل شوي او په رسمي ډول ثبت شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

 مطالعه او ژوند | ذبیح الله شفق

ویکټور هوګو به ویل چي کتابونه ساړه دوستان دي، خو البته د ډاډ وړ. د ابن رشد عالم په باب دا خبره ډېره مشهوره...