دوشنبه, مې 13, 2024
Homeخبرونهبریتانیا وايی، ۴ اتباع یې په افغانستان کې له بنده خوشي شوي

بریتانیا وايی، ۴ اتباع یې په افغانستان کې له بنده خوشي شوي

تاند (سې شنبه، د میزان ۱۸ مه) د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت وايي، څلور بریتانیایان چې د افغانستان د قوانینو د سرغړونې په تور په دغه هیواد کې نیول شوي وو، خوشي شول.

د بریتانیا د باندنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي:«موږ د افغانستان د اوسني حکومت له لوري د څلورو بریتانیايي اتباعو، چې د افغانستان د قوانینو د سرغړونې په تور نیول شوي وو، د خوشي کېدو هرکلی او ستاینه کوو.»

په خبرپاڼه کې همداراز راغلي:«موږ د بریتانیايي اتباعو د کورنیو په استازیتوب د افغانستان د قوانینو د هرراز سرغړونې په خاطر د افغانستان له اوسني حکومته بخښنه غواړو.»

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت له خپلو ټولو اتباعو غوښتي چې بهر ته د سفر په مهال د بریتانیا تروریستي قوانین او همداراز د هغو هیوادونو قوانین رعایت کړي چې سفر ورته کوي.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې د طالبانو له لوري د خوشي شویو بریتانیايي اتباعو د هویت او د هغوی د جرم په اړه څه نه دي ویل شوي.

د بریتانیا حکومت د سږ کال په حمل/ اپریل میاشت کې ویلي و چې د طالبانو له حکومت سره د درو زنداني بریتانیايي اتباعو د خلاصون په اړه په خبرو بوخت دی.

د طالبانو حکومت تراوسه پورې د بریتانیايي اتباعو د خلاصون په اړه څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب