دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Home+د غزې تړانګې په اړه دا ټکي په یاد لرئ

د غزې تړانګې په اړه دا ټکي په یاد لرئ

تاند- غزه، چې نن سبا د اسراییلي ځواکونو تر سختې بمبارۍ لاندې ده، له جغرافیايي پلوه د مدیترانې په غاړه د اسراییل او مصر ترمنځ ایساره تړانګه ده. دا سیمه له ۲۰۰۷ م کال راهیسې د فلسطین د حماس ډلې په ولکه کې ده.

د دې سیمې اوسیدونکي، چې تل پرې بمبارۍ او سختۍ تېرې شوي، د شنبې له ورځې یو وار بیا وروسته له دې چې حماس پر اسرایلیانو بریدونه وکړل، د اسراییل له حملو سره مخامخ دي.

غزه، رفح او خان یونس د غزې تړانګې مهم ښارونه دي.

په اصل کې غزه او د اردن سین لوېدیځه غاړه هغه دوې سیمې دي چې د یوه خپلواک فلسطیني دولت د جوړېدو لپاره په پام کې نیول شوي دي. دا دوې سیمې له یو بل سره پوله او لار نه لري. پر جغرافیايي واټن سربېره له سیاسي نظره هم دا دوې سیمې سره جلا دي.

فتح غورځنګ د لوېدیځې غاړې په مرکز رام الله کې د فلسطین د کورواکي حکومت چارې په لاس کې لري خو د غزې تړانګې کنټرول د حماس په لاس کې دی.

د غزې تړانګه ۳۶۰ کیلومتر مربع مساحت لري. دا تړانګه د شمال او ختیځ له لوري له اسراییل او د جنوب له لوري له مصر سره پوله لري. د غزې تړانګې اوږدوالی ۴۱ کیلومتره او پلنوالی یې د ۶ او ۱۲ کیلومترو ترمنځ دی.

دا کوچنۍ تړانګه ۲ میلیونه نفوس لري چې په دې حساب د نړۍ یوه تر ټولو ګڼ نفوسه سیمه ده. په هر کیلومتر مربع ساحه کې یې نژدې ۶ زره تنه اوسي.

د غزې تړانګې اکثره اوسیدونکي هغه فلسطیني کډوال دي چې د اسراییل او عربو د ۱۹۴۸ کال د جګړو په لړ کې د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شول.

۵۰۰۰ کلن تاریخ

د لرغونپوهانو په هغو کیندنو کې، چې په ۱۹۹۸ کې یې د غزې تړانګې په «تل السکن» سیمه کې وکړل، هلته یو لرغونی ښار وموندل شو چې تر میلاد مخکې په دوهمه زریزه کې د کنعان تمدن په دورې پورې تړاو لري.

په غزه کې د اشوریانو، بابلیانو، رومیانو، عربو او مسیحیانو واکمنۍ هم تېرې شوي دي.

په ۱۹۴۸ کې د یوه هیواد په توګه د اسراییل له اعلانېدو وروسته غزه د مصر له لوري اداره کېده. اسراییلو د ۱۹۶۷ په جګړه کې دا تړانګه ونیوله. خو په ۲۰۰۵ م کال کې یې په یو اړخیز ډول له دې تړانګې خپل ځواکونه وایستل. له دې دوه کاله وروسته دا تړانګه د حماس او فتح غورځنګ ترمنځ د شخړو په میدان بدله شوه.

د اسراییلو محاصره

اسراییل د ۲۰۰۶ په جون کې د غزې تړانګه وروسته له دې کلابنده کړه چې یو سرتېری یې وتښتول شو. د غزې محاصره په ۲۰۰۷ کې د حماس له واک ته رسیدو وروسته لا سخته شوه.

اسراییل په ځلونو پر غزې بریدونه کړي او په مقابل کې یې حماس ډلې هم هر څه موده وروسته پر اسراییل توغندي ویشتي دي.

بیوزلي

غزه بېوزله سیمه ده ځکه چې طبیعي سرچینې نه لري. نیمايي وګړي یې نه کار لري او نه د عوایدو کومه بله سرچینه.

د غزې په سلو کې ۷۵ ځوانان وزګاره دي خو د نفوس وده یا د ماشومانو د زوکړو شمېر پکې خورا لوړ دی.

د غزې اکثره خلک په بشري مرستو ژوند کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب