دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Home+په اوس کې ژوند مهم دی | حفیظ الله بشارت

په اوس کې ژوند مهم دی | حفیظ الله بشارت

زموږ لويه بدبختي همدا ده چې د راتلونکي لپاره ژوند کوو، تېر مو هېرېږي نه او په نن کې هېڅ نه کوو.
ګويته څه ښه وايي: «خپل راتلونکي ته تصميم ونيسه، تلاش ورته وکړه او اميد ورته ولره، مګر د راتلونکي لپاره ژوند مه کوه».
يو بل ځای رابين شرما ليکي: «د خپل تېر وخت بندي کېږه مه؛ د راتلونکي سازوونکی شه».
زموږ اکثره لوستي کسان د سبا په تمه ژوند کوي، د راتلونکي لپاره هيله او اميد هم لري، خو نن ورته هېڅ کار نه کوي.
ډېری کسان بيا په تېرو ښو کارونو وياړي، په تېرو افتخاراتو غولېږي او هېڅکله يې تېر وياړونه له ياده نه وځي.
ډېری کسان بيا په تېرو بدو کارونو پښیماني ښيي، تېر اشتباهات نه هېروي، هر وخت يې په ذهن ور ورېږي، خو هېڅکله له تېرو غلطيو تجربه نه ترلاسه کوي او هېڅکله دا کوښښ نه کوي چې تېر ښه او بد وياړونه نور له ياده وباسي، له تېرو تېروتنو څخه پند واخلي او زده کړه ترې وکړي او ښه نور ونه سولوي.
ډېری کسان بيا  په تېرو جعلي اتلانو باندې وياړي، تېر د د‌روغو په جامه کې نغښتي اتلان هر وخت هر چاته په مخ ورموښي او تېر له واقعي کار او وياړ نه تش اتلان په بيا بيا يادولو پړسوي.
کله چې داسې کسان وينم چې پخواني جعل کاره اتلان ستايي نو ماته د استاد صفا دغه بيتونه را ياد شي چې:
دا څه لفظونه په هوا کې ګرځي؟
دا څه دروغ راتپل کېږي  پسې؟
دا څه ګناه په لر او بر خپره ده؟
دا څه بتان دي چې پړسېږي پسې؟
زما په اند: تر ټولو بې عقل او بې فرهنګه کسان همدغه دي چې د خپلو نيکونو په خوسا او ورستو کارنامو وياړي، خو خپله هېڅ هم نه کوي او تر ټولو په څټ پاتې او خپلو هيلو ته نه رسېدونکي کسان بيا هغه دي چې له ماضي نه راوځي، د راتلونکي لپاره د هيلو او اميد لرلو سره سره د راتلونکي لپاره ژوند کوي، خو د سبا لپاره نن هېڅ نه کوي.
که له ماضي را ونه وځو، د لويو اهدافو پر ځای په کوچنيو اهدافو تمرکز ډېر کړو، له لويو هيلو سره سره د نن کار سبا ته پرېږدو نو هغه د چا خبره: په دې ښوروا به يې ښه پورې او لمده کړو….. هغه د يو ليکوال په قول: «که د حال او ماضي تر منځ جنجال ورک نه کړئ، راتلونکی به له لاسه ورکړئ».

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب