Homeخبرونهد هرات په زلزله کې ماشومانو او ښځو ته تر ټولو زیاته...

د هرات په زلزله کې ماشومانو او ښځو ته تر ټولو زیاته مرګ ژوبله اوښتې

تاند(سې شنبه، د میزان ۱۸مه) په هرات ولایت په زلزله کې د وژل شویو د شمېر په اړه لا هم ضد و نقیض شمېرې خپرېږي خو څه چې تر دې دمه جوت دي دا دي چې دا د ترکیې او سوریې له وروستۍ زلزلې وروسته تر ټولو مرګونې زلزله وه.

د ترکیې او سوریې په زلزله کې شاوخوا ۵۰ زره کسان مړه شول.

د روغتیا د نړیوال سازمان د ډاکتر الله ابو زید په وینا د هرات زلزله د ورځې په څه باندې یوولس بجې وشوه، له همدې کبله د زلزلې اکثره قربانیان ماشومان او ښځې وې.

ده رویټرز خبري اژانس ته په مرکه کې وویل:«د هغو کسانو په منځ کې چې سخت ژوبل شوي، په درو کې دوې برخې ماشومان او ښځې دي.»

ده په عین حال کې په دې خاطر چې له افغانستانه پام د نړۍ نورو برخو ته اوښتی، له زلزله خپلیو سره د مالي مرستو په اړه اندېښنه ښکاره کړه.

ابوزید وویل:«ډېره دردوونکې ده چې ماشومان په روغتون کې په خراب حالت کې څو ویني.»

ده همداراز وویل:«ما یو ماشوم ولید چې د ۳ یا څلورو میاشتو و او په سر سخت ژوبل شوی و.»

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...