دوشنبه, مې 13, 2024
Homeخبرونهملابرادر وايي په زلزله کې د هراتیانو ویجاړ شوي کورونه به په...

ملابرادر وايي په زلزله کې د هراتیانو ویجاړ شوي کورونه به په پاخه ډول بېرته جوړ شي

تاند (سې شنبه، د میزان ۱۸مه) د طالبانو د ريیس الوزرا اقتصادی مرستیال ملاعبدالغني برادر په هرات کې ژمنه وکړه چې په دغه ولایت کې د وروستۍ زلزلې په اثر درست نړېدړلي کورونه به بیا ورغوي.

ښاغلي برادر، چې یوې غونډې ته وینا کوله، وویل:«د زلزلې له امله نړېدلي کورونه به بېرته په پاخه او اساسي ډول جوړ شي.»

ده همداراز وویل چې په زلزله کې سخت ژوبل شوي کسان د درملنې لپاره کابل ته لېږدول شوي او مسوولو چارواکو ته یې سپارښتنه کړې چې له زیانمن شویو خلکو سره هر راز مرسته وکړي.

برادر زیاته کړه، له زلزله ځپلو سره د مرستو د وېش لپاره یې ځانګړې کمېټه جوړه کړې چې مرستې په شفاف ډول مستحقو کسانو ته ورسیږي.

د هرات له زلزله ځپلو سره، هم دننه په هیواد کې او هم له هیواده بهر د مرستو ټولولو بهیر دوام لري.

د ننګرهار ولایت د مرکز جلال اباد ښاریانو په یوه ورځ یو میلیون افغانۍ ټولې کړې. د کرکټ نامتو افغان ستورو او یو شمېر افغان پانګوالو هم د مالي مرستو ژمنې کړي دي.

2 COMMENTS

  1. الله رب العزت دِ هغه ریښتونی خادمان په اُمت کی زیات لری کوم چي د بشریت ټپونو باندی مرهم
    ږدی او د اُمت د ګټو او عزت دِ ساتنی ،هدف عاقلانه تعقیبوی ؛ نو موږ ملا برادر ته، برادرِ ملت لقب
    ورکوو ، تر څو نور اهل مدرسه هم دِ ملت او بشریت دِ ریښتونو حاکم خادمانو نقشِ قدم تعقیب او
    د ورثه الانبیاء معزز رول د بشریت د قیادت او نجات لپاره اِحیا کړی .

  2. عقل دي خاوري سه، لومړی هغه جسدونه له خاوري راوباسه. تر اوسه خلک تر خاوري لاندي دي ته کورونه پخوې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب