شنبه, سپتمبر 28, 2024
Homeخبرونهپه روم کې د افغانستان سفارت وايي، له کابل سره تعامل نه...

په روم کې د افغانستان سفارت وايي، له کابل سره تعامل نه لري

تاند (سې شنبه، د میزان ۱۸مه) د ایټالیا په پلازمېنه روم کې د افغانستان سفارت هغه خبر جعلي وباله چې پر اساس یې ویل شوي و چې دې سفارت په کابل کې له بهرنیو چارو وزارت سره تعامل پیل کړی دی.

په وروستیو کې د افغانستان یوشمېر اروپايي سفارتونو په کابل کې له بهرنیو چارو وزارت سره د تعامل خبر ورکړ.

خو په روم کې د افغانستان سفارت وايي چې دا خبر بې اساسه دی چې ګنې د ستونزو د حل کولو او د قونسلي خدماتو د وړاندې کولو لپاره دې سفارت په کابل کې له بهرنیو چارو وزارت سره، چې د طالبانو په کنټرول کې دی، رسمي تعامل پیل کړی دی.

سفارت همداراز ویلي، په صراحت دا ادعا ردوي او د لګول شویو تورونو څرنګوالی په اروپایي محکمو کې له قانوني لارو تعقیبوي.

د سفارت په خبرپاڼه کې نه دي ویل شوي چې په کابل کې له بهرنیو چارو وزارت سره د روم د سفارت د تعامل په اړه جعلي خبرپاڼه چا خپره کړې او یا دوی د چا خلاف کومې محکمې ته شکایت کوي.

په یو شمېر اروپايي هیوادونو کې د افغانستان سفارتونو په کابل کې له بهرنیو چارو وزارت سره مراوده پیل کړې او هغوی وايي چې دا کار یې په اروپا کې د مېشتو افغانانو د قونسلي چارو د پرمخ بیولو لپاره پیل کړی دی.

دوی وايي چې د تعلیمي اسنادو، نکاخ خطونو، وکالت خطونو او د جایداد د اسنادو په شمول ډېرې داسې چارې شته چې د بهرنیو چارو وزارت له همکارۍ پرته نه شی اجرا کېدای.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب