شنبه, سپتمبر 28, 2024
Homeخبرونهد هرات زلزله ځپلو په اړه له طالبانو د بښنې نړیوال سازمان...

د هرات زلزله ځپلو په اړه له طالبانو د بښنې نړیوال سازمان غوښتنه

تاند (سې شنبه، د میزان ۱۸مه) د بښنې نړیوال سازمان له طالبانو غوښتي، چې له هر ډول قیوداتو پرته ژغورونکې ډلې د هرات زلزله ځپلو سره مرستو کولو ته پریږدي.

یاد شوي سازمان دا غوښتنه په داسې مهال کړې، چې د ځینو راپورونو له مخې طالبانو ښځینه فعالانو ته له زلزله ځپلو سره د مرستې اجازه نه ده ورکړې او ښځینه زیانمن شوې له دې امله سختو ستونزو سره مخ دي.

سره له دې، چې د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د یوه پلاوي په مشرۍ هرات ته تللی او زلزله ځپلو ته یې د ښې رسیدنې ډاد ورکړی، خو د هرات د زلزلې د بحران پر وړاندې د طالبانو تدابیر او کړنې له نیوکو سره مخ دي.

په یو شمېر راپورونو کې راغلي، چې نن په څلورمه ورځ هم د زلزلې یو شمېر قربانیان تر خاورو لاندې وو او تر اوسه د مړو او ټپیانو د لېږد او له خاورو څخه د ویستو هڅې پای ته نه دي رسیدلي.

طالب چارواکو د ټولو ممکنه هڅو د ترسره کولو ویلي.

دوی نړیوال په دې برخه کې په نه همکارۍ پړ ګڼلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب