شنبه, سپتمبر 28, 2024
Homeخبرونهبریتانیا په افغانستان کې د جګړې مخالفت کوي او له طالبانو سره...

بریتانیا په افغانستان کې د جګړې مخالفت کوي او له طالبانو سره له تعامله پرته بله لار نه ویني

تاند (سې شنبه، د میزان ۱۸ مه) د بریتانیا د باندنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې وویل، په افغانستان کې د تاوتریخوالي او جګړې له لارې د سیاسي بدلون ملاتړ نه کوي او له طالبانو سره له عملي تعامله پرته بل هیڅ انتخاب نه ویني.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت دا خبره په هغه اعلامیه کې کړې چې د طالبانو له لوري د ۴ بریتانیايي وګړو له خوشي کېدو وروسته یې خپره کړې ده.

په دې اعلامیه کې همداراز ویل شوي، د بریتانیا حکومت په افغانستان کې د تاوتریخوالي له لارې د سیاسي بدلون یا د تروریزم د تمویل، لمسونې، د غړیو د جلب و جذب، او پلانونې لپاره د افغان اتباعو په شمول د هیچا له لوري د بریتانیا له خاورې څخه د استفادې ملاتړ نه کوي.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې وړاندې راغلي:«موږ نور هم له دې ډول اقداماتو په کلکه راګرځوو. هغه سیاسي بدلون چې د جګړې یا د تاوتریخوالي د لمسونې له لارې راشي، د بریتانیا په قوانینو کې جرم ګڼل کېږي او په اړه یې پوښتنې ګروېږنې کېدای شي.»

په دې اعلامیه کې دا هم ویل شوي، تاوتریخوالی که په هر ډول وي، د افغانستان یا نړیوالې ټولنې په ګټه نه دی او دوی پر هر راز تاوتریخوالي خواشیني ښيي.

د دې اعلامیې په پای کې ویل شوي، د سولې او ثبات، د افغانانو د اساسي بشري مرستو او د امنیت په اړه د ګډو اندېښنو د ځواب لپاره، بې له دې چې د افغانستان له اوسني حکومت سره عملي تعامل وشي، بله لار او متبادل نه شته او دا هغه کار دی چې دوی یې کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب