پنجشنبه, مې 16, 2024
Homeخبرونهد ایران سفیر: افغانستان په خپل ستراتیژیک ملګري بدلول غواړو

د ایران سفیر: افغانستان په خپل ستراتیژیک ملګري بدلول غواړو

تاند (یکشنبه، د حمل ۱۲ مه) په کابل کې د ایران د سفارت سرپرست او د افغانستان لپاره د دغه هېواد د ولسمشر ځانګړی استازی حسن کاظمي قمي وایي، چې ایران په خپل ستراتیژیک ملګري د افغانستان د بدلولو به هڅه کې دی.

نوموړي پرون په کابل کې دا تور هم پورې کړی، چې ګواکې امریکا د دغو هېوادونو د اړیکو زیاتوالي مخنیوی غواړي او د ده په ټکیو، امریکا لا هم د افغانستان شا نه ده پریښې.

ایراني استازي په ورته وخت کې ویلي، چې د افغانستان او ایران د اقتصادي د اړیکو نه زیاتوالی به افغانستان کې فقر زیات او د فقر زیاتوالی به د داعش ډلې د پياوړتیا سبب شي.

د ده په وینا، د طالبانو تر واک لاندې افغانستان هم د اړیکو دغه زیاتوالي ته لېوال دی او دواړه لوري ورته هڅې کوي.

طالب چارواکو بیا د ایران د ستراتیژیکې ملګرتیا په بدلیدو هڅو ته کومه تبصره نه ده کړې.

کاظمي قمي، چې د ایران په سپاه پاسداران ځواک کې د کار سابقه لري؛ د طالبانو او ایران د اړیکو په زیاتوالي او پر طالب رژیم له مهمو اغېز لرونکو دیپلوماتانو ګڼل کیږي.

د طالبانو د رژیم یو شمېر منتقدان ان، پر طالب رژیم د نوموړي رول د جمهوري نظام په لومړیو کلونو کې د امریکایي استازي زلمي خلیلزاد له رول سره ورته بولي او دلیل راوړي، چې قمي د دیپلوماسۍ او بهرنیو اړیکو د سمبالښت په برخه کې پر طالب رژیم ځانګړی اغېز لري.

طالب چارواکي بیا د متوازنو بهرنیو اړیکو د سمبالښت ادعا او ټینګار لري.

ځینې منتقدان بیا وایي، چې د سیمې د قدرتونو غېږ ته د طالبانو لوېدل، افغانستان د نیابتي سیالیو په مرکز لا بدلول غواړي او له لویدیز څخه د طالب رژیم فاصله زیاتیدل ښایي دا تاوان هم ورته ولري، چې هیڅ کوم هېواد د اقتصادي ملاتړ له پلوه په افغانستان کې اوس هم د امریکا ځای نه شی ډکولای.

ایران ظاهراً د طالبانو رژیم سره په سیمه کې له ښو اقتصادي – سیاسي اړیکو لرونکو هېوادونو دی، خو ورسره یې د طالبانو یو شمېر مخالفو وسله والو ډلو ته هم په خپله خاوره کې ځای ورکړی او دوی پکې وخت په وخت د طالبانو خلاف غونډې او فعالیتونه لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب