وردگ، وردک، ويهارادک، وياردک، وردگ (بتکده= بودتون)
پوهاند دوكتور مجاور احمد زيار ۸۷ كاله وړاندې د ننگرهار مزينې رود په حصارك کلي كې سترگې پرانېستې . لومړنى ښوونځی يې په خپل كلي او كامه كې سرته رسولى . تر څلور كلنو ديني او ادبي زده كړو وروسته يې د كابل په شپېنيو ښوونځيو ” ابن سينا او دارالمعلمين ” كې د زده كړو چانس لاس ته راوړى دى .
په ۱۹۶۲ ز. كال يې د كابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو له پوهنځي څخه بريليك ترلاسه كړى. د دغه پوهنڅي د پښتو او ژبپوهنې د څانگو د پوهنيز – څېړنيز غړي په توگه يې څلور كاله د افغانستان د ژبپوهنې د اطلس رغاونې د پروژې له مخې د پښتو او يوشمېر نورو لږه كيو ژبو څه له پاسه سل ګړدوده (لهجې) د هېواد له گوټ گوټه راټولې كړې او څېړلې دي .
له ۱۹۶۶ تر ۱۹۷۲ ز. يې د هغه بورس له مخې چې د نوموړې پروژې د يوه ډېر كاري برخوال په توګه ورته په برخه شوى و، د سويس له برن پوهنتون څخه په ټوليزه او آرياني ژبپوهنه ، ادبپوهنه او توكمپوهنه ( اتنولوجۍ ) كې د ماسترۍ او ډاكترۍ بريليكونه ترلاسه كړي دي. له هغه راهيسې يې په كابل پوهنتون کی د پښتو ژبې او ادب ښوونه په مخ وړې ده .
له ۱۹۸۴ –۱۹۸۶ز. يې د برلين د هومبولت پوهنتون د ختيځپوهنې په څا نگه كې د مېلمه استاد په توګه د افغانستانپوهنې د ښوونې چارې سرته رسولې او دوه كاله (۱۹۹۴-۱۹۹۶ز. ) يې د پېښور پوهنتون د پښتو ماستري او ډاكتري څانگې د Visiting Professor په توگه دنده په ځاى كړې او بیا د كورني پيوستون په بنسټ د انگليستان په پوهنتوني ښار”اكسفورډ” كې مېشت او په تدريس بوخت دی ده.
زیار د پېنځوسو علمي څېړنيزو اثارو تر څنگ، په هېواد کی د ننه او بهر په پښتو، پارسۍ، المانۍ او انگرېزۍ تر درو زرو علمي، ادبي او رسنيزی ليكنی، ژباړی او ويناوی لری او درانه عامی کارونه یی سر ته رسولی. ،
استاد حبيبي په (پښتو و لويکان غزنه ۶-۹) کې د (ويهارا، وېهار، وهار= بت) د نورو څېړونکو په لاروۍ له روستۍ بڼې (بهار) سره په دويمه مانا(بتکده) هم کاروي ، لکه د خوارزمي (البهار بيت اصدام الهند) پر بېلگه. په کلاسيک پارسي شعر کې يې ، هم همداسې درواخله د نظامي په شعر کې، لکه:
کزو سرخ گل را دهن تلخ بود
له همجوليز بهار(پسرلي) سره يې د تجنيس بېلگه د (فرالاوي) په شعرکې سهي کوي:
نه همچو رخ خوبت گل بهار
نه چون تو، به نيکويی بت بهار(د نووهار بودتون بت)
د منصور رازی کنايي- تلميحي بېلگه:
بهار بتانست و محراب خوبی
بـــروی دلارام و زلفين دلـبـر
همداسې د فرخي دا:
هنگام خزانست و چمن را بدر اندر
نو نـوبـت زرين، هر سوی بهاريست
د بيهقي پر اخځ يې(شاه بهار غزنه) له پښتو تولتړنگ(اضافي ترکيب) سره سم (بتکدۀ شاه، معبد شاه) مانا کړی چې شاه ته پکې پرستش کېده .
د ځاينومونو بېلگې، لکه د غزني شيبار او د هندوکښ شيبر او همداراز د شمالي گلبهار(!)
په دې لړ کې وردگ (وردک) هم له آره (ويهارادک = بتکده، بودتون) دی، هغه هم د خوات درې په تړاو، ځکه دغلته د خروشتي ډبرليکونو تر څنگ يو لړ بودايي بوتان هم رابر سېره شوي دي (هماغه اخځ۲۰۶) ؛ دغلته آر ويی (ويهارا) پر (ور) اوښتی يا لنډ شوی چې استاد (۶)يې په يو لړ ځاينومونو ( هور، وور، لهاووور، لاوهور، لاهورو،(لاهور،) پرشاور، پرشاهور، بمبهور…) کې هم په گوته کړي دي. په دې لړ کې (زمينداور) هم راځي؛ خو دا چې دغلته زياتره بېلگې له آر (و) سرغږ سره مخې ته راځي او له (ب) هغه سره ډېرې لږې، د ژبنۍ جغرافيا توپير راښيي. په دې مانا چې د پښتو او پاميري ژبو په گډون (و) په رادېخوا (شمال) ختيزې آرياني ژبڅانگه اړه لري او پر وړاندې يې (سوېل) لويديزه هغه د(ب) سرغږ، لکه واخلې په پارسي (بهار) کې چې له دې بل بهار(پسرلي) سره همجوله شوی دی. په دغه نورو بېلگو(شيبار، شيبر…) کې هم ښايي د ورته غږپوهيز مخاوي( تقابل) او ياهم توپير زېږنده اوسي.
په وردگ،يا څه ناڅه په زړه بڼه (وردک) سره نښتی تونروستاړی (دک) هم له (کد، کده، گت) سره همريښه دی، لکه د (مزگت) تونروستاړي د پارسي او پښتو له گډو آرياني پاتوړو (ميراثو) گڼل کېږي چې (مزدک) يا د مروتو ( مزگت) (مسجد، معبد) يې هم زړې (ارکاييکې) بېلگې دي. او د او سنيو گاه او غالي روستاړو بېلگې يې، لکه په فراهمگاه او پنډغالی کې ليدل کېږي.
څنگه چې د پښتو او پارسۍ په گډون په ډېرو اوښتونکو (تصريفي) ژبوکې وسمهالي تاړي(روستاړي، منځتاړي، رو ستاړي) له آره تېر مهالي خپلواک وييونه ، په نورو ټکو، او سني بېلنگونه (مشتقونه) له آره تړنگونه (ترکيبونه) ول، نو په دې لړ کې په (وردک) او دغو نورو بېلگو کې (کد) يا يې اوړلې (مقلوبه) بڼه (دک) هم پخوا د(کور، کهول) په ماناوو کارېدل. اوېستايي انډول يې (گېت= ځای) دی چې پارسي گيتي، گيهان (جهان) ترې رغېدلی دی. له (کد)، په تېره (کده )سره بيا پښتو (کډه) سيده تړاو لري چې باختري انډول يې د کنېشکا د پلار په نامه (ويما کدفيزوس) کې سهي ولای شو. پر دې سربېره چې په پار سي بتکده، ميکده، دهکده ، دانشکده…(کده) کې د روستاړي په توگه راغلی، د خپلواک ويي (کور، کورنۍ) په مانا يې د کدخدا، کدبانو… غوندې تړنگونه هم رامنځته کړي دي؛ ستر خوشال په سواتنامه کې له هغو يوسفزيو سرټکولی چې ځانونه يې تر خانانو او نوابانو هم اوچت (کدخدايان) بلل!
په هر ډول، د(وردگ او وردگو) په څېر نور ورته ټبرنومونه، کوشني لا څه چې ان د (الکوزی) غوندې لوی سړبنی ټبرنوم هم د پښتنو له دويم- درېيم ټاټوبي (غوړې مرغې= ارغستان =اراکوزيا)، په نورو ټکو، له ځاينوم څخه سرچينه اخلي.
په دې توگه اوسنی (وردگ) له هغو ډېری لويو وړو ټبرنومونو څخه گڼل کې چې له يوه ځاينوم څخه يې آره اخېستې، خو بيا هم په پښتو کې ډېر د ټبرنوم په جاج ډېرگړی کارول کېږي،
لکه: دغلته وردگ مېشت دي، وردگو ته ځم
او ډېر لږ د ځاينوم په جاج يوگړی راځي، لکه: وردگ يوه ښېرازه غرنۍسيمه ده، يا په يوه کرښتړنگ ( هايفن ترکيب) کې، لکه:
ميدان وردگ ولايت يو لوی ولايت دی، ميدانښار د ميدانوردگ منځۍ(مرکز) دی، ميدان وردگ ته ځم.(په تړاو، زيار: وييپوهنه او وييرغاونه ۷۵۱- ۷۵۲؛ همداراز: پښتو او پښتانه د ژبپوهنې په رڼاکې،۸- څپرکی، منځنۍ گړدودي ډله).
داسې بېلگې هم ډیری شته چې له آره ټبرنومونه دي او اوس يوازې د ځاينومونو په توگه کارول کېږي. په لرغونو ساکي- پښتني هغو، لکه: داهله (ارغنداو)، دايکوندي (ښارگوټی) او بيا د روسيې په کورواکي (خودمختار) داهستان (داغستان) کې ليدلای شو؛ دا هي له درو- څلورو ساکي څانگو څخه گڼل کېږي چې هرگوره، ټبرنی څرک يې هم په (توخي، داوي…) کې اټکلېدای شي(← پالوال: توهي يا داهوي ۲۱).
هرگوره، زموږ په اروپايي همتوکمو کې يې بېلگې په دې ډېرې دي چې دوه گوني ټولنوټيز (ځمکواکي او پانگواکي) پړاوونه ورپسې راغلي دي. د ساري په توگه په المان کې نن سبا (Sachsen) نور د زاکسانو يا ساکسانو ټبر نه، بلکې له لويه سره،سيمه په گوته کوي چې نژدې انگرېزي تربورانو يې هم په اوسني ټاټوبي (انگليستان) کې دغه پخوانی گډ ټبرنوم په ځاينومونو کې خوندي کړی چې يوه بېلگه يې د اکسفورډ ښار سکسن کوڅه (Saxon Way) ده.
دا به پر ځای پرېږدو چې که نور پښتانه د اساطيرالاولين وزمه تاريخي روايتونو تر اغېز لاندې خپله آره له بني اسرائيلو په نورو ټکو، د (نبوت) له خاندان سره نښلوي، خو گړدودي- ټبرنی وکربکر يې په پېنځگونو پښتني څانگو کې د لويې پکتيا له کرلاڼي هغې سره زبادوي. گړدود خو يې له پېړيو راهيسې دومره ټينگ و ترينگ خوندي ساتلی، چې د گاونډ سلېمانخېل- غلجايي هغه تر اغېز لاندې نه دی راغلی؛ هرگوره،د نورو(پکتيايي- کرلاڼي) تربورانو غوندې له برنيو غلجيانو سره د تم- مښلې (ښ) تر څنگ (ږ) هغه هم له لاسه نه ده ورکړې، حال داچې له غزني او پکتيا پولو راغځېدلو گاونډو غلجيو اوسلېمانخېلو دويم غږ د شمال ختيزو پښتنو غوندې پر ساده تمغږ (گ) راړولی دی!
د دغه گړدود پوهنيز زباد راروسته يې، تر هغو تاريخي افسانو، دا کيسه هم رښتينوالي ته نژدې برېښي چې وايي: (وردگ) له آره د(ځدراڼ) مشر يا کشر ورور وو او د (لري) پر سر ورسره مرور شو او اوسنۍ سيمې ته ځنې راوکوچېد. دا هم زموږ له سکالو سره بې تړاوه نه ده چې بودايي دين او ورسره تړلي سپېڅلځايونه، په بله وينا، له (ويهارا، وهار، هارا، بهار، بار، بهور، بر، وار، واره ، وور، ، ور) سره رغېدلي پاسني ځاينومونه او بيا پر نړيوال کچ د باميانو لويترين بوتان له لرغونې باکتريا(بخديا) چې اوسنی افغانستان يې غوره برخه رانغاړي، زموږ د يوه اوږد مهالې بودايي پليونۍ او گروهمنۍ زباد او لاسوند پر لاس راکوي.
اخځليک:
حبيبي، عبدالحی، پښتو ولويکان غزنه، د پوهنې چاپخونه، کابل، ۱۳۴۱ ل.
زيار، مجاور احمد پښتو او پښتانه د ژبپوهنې په رڼا کې، له ساکي مخينې سره، لومړی چاپ، د ساپي پښتو پراختيا مرکز، ۱۳۷۹ او دويمه غځېدلې بڼه، د دانش خپرندويې ټولنې له خوا تر چاپ لاندې.
زيار، مجاور احمد، وييپوهنه او وييرغاونه، مومندخپرندوی، جلال اباد ۱۳۹۳.
زيار، مجاور احمد، پښتو گړدودونه (لهجې) وږمه، د “پښتو څېړنې” په نامه د ١٩٧٥ د نړيوال سيمينار د ليکنو او ويناوو سر باندې څلورمه (وروستۍ) گڼه، کب ١٣٥٤ (مارچ ١٩٧٦).
د کنيشکا د سره کوتل ډبرليک، د هېلموت هومبخ د اړوند کتاب ژباړه، د افغانستان د علومو اکاډمي، ١٩٩٠.
1- Humbach, Helmut, kanischka Inschrift von
Sorkhkotal. 1960 (2. Aug. 1970).
2- Reichelt, Hans, Awestsches Elementarbuch. Carl Winter Universitatsverlag, Heidelberh, 1967.
3- Septfonds, Daniel, Le Dzadrani, Un parlar Pashto du Pakty a (Afghnistan), Paris 1994.