جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهفاطمیون لښکر سره د طالبانو د مرستې ادعا او د دوی غبرګون

فاطمیون لښکر سره د طالبانو د مرستې ادعا او د دوی غبرګون

تاند (یکشنبه، د حمل ۱۲ مه) د طالبانو د رژیم ویاند ذبیح الله مجاهد هغه ادعاوې رد کړې، چې ګواکې د دوی رژیم له ایران سره له افغان شیعه ګانو په جوړه نیابتي ډله( فاطمیون لښکر) کې د جنګیالیو د جذب لپاره مرسته کوي.

یاده ادعا، د بروکینګز په نوم یوه بنسټ په خپل تازه راپور کې کړې او ویلي وو، چې ایران سره د طالبانو د نژدې والي یو دلیل او طالبانو څخه د ایران د ملاتړ یو مهم دلیل له دغه هېواد سره په فاطمیون ډله کې د طالب رژیم همکاري ده.

طالب ویاند ویلي: «د ایران ځواکونه یا چې تاسو وویل فاطمیون ډله، دا موضوع سمه نه‌ده. په افغانستان کې دا ډول فعالیتونو ته اجازه نشته چې، هېوادونه دې دلته پوځي فعالیتونه ولري، ملاتړ یې وشي او یا اجازه ورکړل شي. دا ډول ادعاګانې سیمې نه‌دي.»

هغه دا هم ویلي، چې هیڅ هېواد ته په افغانستان کې د ورته جنګیالیو د جذب اجازه نه ورکوي.

د بروکینګز انسټېټیوټ د راپور په یوې برخه کې راغلي:«تهران له طالبانو سره خپلو اړیکو ته دوام ورکړی دی. سربېره پردې، په کندهار او کابل کې سرچینې ما ته وایي چې طالبانو تهران ته اجازه ورکړې چې په منځني ختیځ کې د خپل «مقاومت محور» عملیاتو لپاره په افغانستان کې د شیعه فاطمیون ځواکونو استخدام ته دوام ورکړي.»

فاطمیون لښکر د ایران تر ملاتړ لاندې یوه ملیشه‌يي ډله ده چې له ۲۰۱۳  او ۲۰۱۴ کلونو راهیسې په سوریه کې فعالیت کوي.

په دې لښکر کې تر ډېره ایران مېشتي او له افغانستانه ور لېږدول شوي شیعه افغانان جذب شوي او د پیسو او د ایران د استوګنې د اسنادو په بدل کې د سوریې جګړې ته استول شوي.

ویل کیږي، چې د دې لښکر لسګونه جنګیالي وژل شوي هم دي او ایران کې ورته ځانګړې هدیره جوړه شوې.

د جمهوري نظام یو شمېر شیعه چارواکي او له هغې ډلې محمد محقق چې په ښکاره یې د یاد شوي لښکر ملاتړ کاوه، د دغه لښکر په جوړولو کې د ایران په همکارۍ تورن شوي وو.

تازه، د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي او په کابل کې یې د سفارت سرپرست حسن کاظمي قمي پرون ویلي، چې هېواد یې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان په خپل یوه ستراتیژیک ملګري بدلول غواړي.

1 COMMENT

  1. تر ټولو عجیبه خبره دا دي چې، د ټرلیبانو ویندویان او د هغوې حامیان هغه څه په زغرده منئ چې، د دوې په کې یا سیاسي او یا هم اقتصادي ګټه موجوده وي. او په عین وخت کې هر هغه څه ردوي چې د دوې په تاوان وي. زه په دا عقیده یم چې، لکه د نورو ترهګرو ډلو په څیر د ټرلیب غورځنګ هم یوه پروژه دي او د ټرلیب مشران په دې ښه پوهیږي بنا د جمهوریتیان په څیر دوې هم د خپلو جیبونو په ډکولو اخته دي. د پورته مطالبو په رڼا کې دا به بعیده او له واقعیت لرې خبره نه وي چې، ټرلیب چاروکي دی فاطمینو په جلب او جزب کې دخیل او همکاره وي. العلم عند الله!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب