جمعه, سپتمبر 27, 2024
Homeخبرونهبرېتانیا خپل لېږدولي افغان همکاران په یوه پوځي کمپ کې مېشتوي

برېتانیا خپل لېږدولي افغان همکاران په یوه پوځي کمپ کې مېشتوي

تاند (یکشنبه، د حمل ۱۲ مه) برېتانوي چارواکو ویلي، چې له افغانستانه لېږدولي یو شمېر خپل پخواني همکاران ، په یوه پخواني پوځي کمپ کې مېشتوي.

د برېتانیې دفاع وزارت د دغه کمپ په اړه ویلي، چې یاد شوی کمپ یې د هېواد په ختیځ کې دی او تر ۱۸۰ پورې کسان پکې ځاییدای شي.

ویل شوي، چې لېږدیدلي کسان په افغانستان کې د برېتانیا د پوځي ماموریت همکاران وو او د طالبانو له بیا واک ته رسېدو سره د غچ اخیستو ګواښ سره مخ شوي وو.

په برېتانیا کې د افغان کډوالو پر وړاندې د نا مناسب چلند ادعاوې او نیوکې موجودې وې، خو دا نیوکې لا هم دوام لري.

هغلته مېشت افغان کډوال تور پورې کوي، چې د برېتانیا حکومت له دوی او اوکرایني کډوالو سره توپیري چلند کوي.

ویل کیږي، چې برېتانیا ته سلګونه لېږدول شوي افغان کډوال له شاوخوا دوه کلونو راهیسې لا هم خپل کورونه نه لري او په هوټلونو او د کډوالو په کمپونو کې له لږو امکاناتو سره ساتل کیږي.

د برېتانیا یو شمېر چارواکو بیا د کورونو د انتخاب په اړه د دوی او کډوالو نه توافق، د هغوی د شکایت اصلي دلیل ګڼلی او ویلي، چې د خپلې بیا مېشتونې د اصولو له مخې، تازه دمه کډوال په ښاري سیمو کې نه شي مېشتولی او معترض کډوال هم هغو سیمو ته، چې دوی ورته په نظر کې لري، په اسانه تګ ته زړه نه ښه کوي.

څه موده مخکې، د برېتانیا حکومت یو شمېر داسې کډوالو ته له هوټولو هم د ایستو خبرداری ورکړی و.

پر برېتانیا، په ټوله کې له خپلو پخوانیو افغان متحدانو سره د نا مناسب چلند تورونه شته.
یو له دې تورونو دا دی، چې لا هم په افغانستان او نورو درېیمو هېوادونو کې د برېتانیا د پناه غوښتنې پر شرایطو برابر زیات په تمه ساتل شوي افغانان د مهاجرتي قضیو د ځنډ څېړنې له ستونزې سره مخ دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پلمه | زهير سپېڅلی