Homeخبرونهپه پښتونخوا کې د بارانونو له امله مرګ ژوبله اوښتې

په پښتونخوا کې د بارانونو له امله مرګ ژوبله اوښتې

تاند (یکشنبه، د حمل ۱۲ مه) د افغانستان د نورو برخو په شان، د ډیورنډ کرښې په پورې غاړه پښتونخوا کې هم تازه بارانونو خلکو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

راپورونه ښيي، چې دغو بارانونو په پېښور، نوښار، شانګله، بنو او باجوړ کې یو شمېر کورونه نړولي او د ښځو او ماشومانو په ګډون یې ۷ تنه مړه او ۹ نور ژوبل کړي دي.

د بېړنیو مرستو د ادارې مشر خطیر احمد وویل چې په وژل شویو کې څلور ماشومان هم شامل دي.

ویل شوي، چې د مرګ ژوبلې تر ټولو لوی دلیل د کورونو د چتونو پرېوتل دي.

چارواکو له زیانمنو سره د مرستو په تړاو تر اوسه څه نه دي ویلي.

پښتونخوا، چې د پاکستان حکومت پرې حاکم دی، ډېر ځله د ورته طبیعي پېښو له امله قرباني شوی، خو خلک یې چارواکي دوی ته په نه پاملرنې او ورسره په توپیري چلند تورنوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پښتو څوکیداري| ماهر احسانزی

پښتو یوازې ژبه نه؛ بلکې ویونکي یې د نالیکلي قانون چې پښتونولي نومیږي؛ داسې یو ترسیم شوي چوکاټ ته ورغورځوي چې له لومړۍ ورځې...