شنبه, اکتوبر 5, 2024
Home+ویرېدلی انسان (مصنوعي ځرکتیا) | فهیم لمر

ویرېدلی انسان (مصنوعي ځرکتیا) | فهیم لمر

هره پدیده ده په خپل ذات کې ښکلې ده، خو دا بیا په موږ انسانانو پورې تړاو لري، چې یو شي ته له کومه لیده کاته کوو. کېدای شي یو څیز ډومره راته ښکلی وبرېښي چې په هغه کچه ښکلا په کې نه وي. کله نا کله دا هم شونې ده چې له یوې پدیدې څخه دومره وېره ولرو، چې ورته اړتیا نه لیدل کيږي. وېره د انسان یو ځانکړی حس دی چې تر مرګه له موږ انسانانو سره به مل وي، او خلاصون ترې نه لرو. کله ناکله همدا وېره ده چې د دې لامل کیږي چې موږ انسانان ډېری ښه شیان له لاسه ورکړو. په ټوله کې انسانان له بدلون څخه وېره لري ځکه داسې انګېري چې ګواکي دا به د دوی په زیان تمام شي. او د دوی ژوند ته به یو نامالومه رنګ ورکړي. خو په واقعیت کې داسې نه وي ځینې بدلونونه کېدای شي زموږ پر ژوند ښه اغېز ولري. زما پر انډ دا به ښه وي چې هر بدلون ته لومړی مثبت فکر وکړو او بیا یې نور اړخونه وسپړو. مثبت فکر د دې لامل کیږي چې موږ بدلون ته یو ښه لید ولرو او هغه ته غاړه کیږدو؛ او په ښه توګه یې رهبري کړو. که چېرې موږ د انسان له پیدایښت څخه تر اوسه په پوره ځيرتیا او دقت سره انساني پېښې وسپړو دا به را ته په ډاګه شي چې انسان د همدې بدلونونو په منلو او د وېرې د طلسم په ماتولو سره نن ورځ د دومره وړتیا وو خاوند دی.

د یوویښتمې پیړۍ د تکنالوژي تر ټولو لوی انقلاب مصنوي ځیرکتیا ده! ځینې انسانات ترې وېرېږي، ځینې ورته خوشبینه دي، او ځینې لاتر اوسه ترې خبر نه دي. د مصنوعي ځرکتیا د نامه په لوستلو مو په ذهن کې څه تیر شول؟ ایا د مصنوعي ځرکتیا په هکله معلومات لرئ! که ځواب مو هو، وي! ستاسو په ژوند یې څه اغېزه کړې ده او یا په راتلونکي کې به څه اغېزه وکړي؟ مثبتې او منفې اغېزې یې څه دي؟ موږ باید څه وکړو ترڅو زیانمن نه شو؟ په کومو برخو کې مصنوعي ځیرکتیا کارولی شو.

لومړی به مصنوعي ځیرکتیا (Artificial Intelligence) په لنډو کې تشریح کړو، مصنوعي ځیرکتیا د ماشینونو ځیرکتیا ده! که تاسو د انسان، د استدلال، منطق، ارزونې، سپړنې، تحلیل او د پرېکړې وړتیا وې په یوه ماشین کې ځای پر ځای کړئ چې د الګریتمونو په مرسته دغه کړنې ترسره کړي نو تاسې به له یوه ځیرک ماشین سره مخ وئ. چې تر ډېره بریده د انسان کار ترسره کوي، خو یو توپیر په کې دا دی چې انسان د نوښت ځواک لري، خو ځیرک ماشین یوازي د الګاریتمونو په مرسته له شته ډاټا څخه په کار اخیستلو سره د انسان یادې شوې وړتیا وې تر یوه بریده ترسره کوي.

دغه ډول انقلاب او نوښت به خامخا د انسان په ژوند اغېز ولري! دا بیا مالومه نه ده چې د دغه اغېزې پایله به تر کومه بریده مثبتې وي او تر بریده منفي وي! د انسان په ژوند کې هېڅ داسې پدیده شتون نه لري چې مطلقه ښه وي او یا مطلقه بده وي! ساینس په ثبات او اعتدال څرخېږي. مصنوعي ځیرکتیا هم په همدي ډول ده! د مصنوعي ځیرکتیا په کارولو سره د انسانانو ډېرې ستونزې به حل شي او همدا ډول انسان به له ډېرو ننګونوو سره هم مخ کړي. ډېری دې ته اندښمن دي چې د دغه تکنالوژۍ په کارولو سره انسان په تدریجي ډول له حذف سره مخ دی، او د نړۍ په ګوت او ګوټ کې به ډېری انسانان د بیکارۍ له ناورین سره مخ شي. خو په کپیټالیستي ټولنو کې ډېری خلک ورته خوشاله ښکاري دوی وایي چې د دوی ډېری کارونه به ورسته له دې په مصنوعي ځیرکتیا سمبال ماشینونه او روباټونه ترسه کوي. او انسان به یوه آرامه ساه واخلي. خو زما په اند دا په انسانانو پورې اړه لري چې مصنوعي ځیرکتیا په څه ډول کاروي، پر مثبت لوري یې کاروي او که یې پر منفي اړخ تمرکز کوي. وایي کله چې د لومړي ځل لپاره د حساب ماشین جوړ شو؛ نو ډېری ساینس پوهان په دې انډ وو، که د حساب ماشن د ټولو ګټې اخیستنې ته وړاندې شي، نور د ریاضي ټغر ټول وانګېرئ! او د دې ماشن د جوړېدا پر وړاندې یې خپل ټوند غبرګونونه ښکاره کړو. خو نن ورځ خبره برعکس ده د حساب د ماشن کارونې نه یوازې د ریاضي ټغر ټول کړ، بلکي د ریاضي او الګاریتم په مرسته د انسان په ژوند کې د مصنوعي ځیرکتیا په نامه یو نوی انقلاب خپل څرک راښکاره کړ. چې په یویشتمه پړۍ کې یې ساری نه لیدل کېږي. همدارنګه کله چې به اتلسمه پړی کې انګلیس د صنعتی انقلاب له څرک سره مخ شو، د انسان ورځنیز او ټولنیز ژوند له بېلابېلو بدلونونو سره مخ شو. صنعت ګر ورته خوشاله وو خو له بلې خوا کروندګر ناخوښ وو؛ حتا تر دې بریده فضا ترینګلې شوه چې د کارګرانو صنفونو به ویل: «زموږ لوی دښمن ماشین دی نه بروژوا ( سرمایه داران)؛ ماشین زموږ ژوند راڅخه واخیست، موږ یې اوزګاره کړو».

خو، که نن ورځ دغې مسئلې ته کتنه وکړو، نو ویلی شو چې همدا د انګلیس صنعتي انقلاب وو، چې نورو انقلابونو ته یې لار وپنځوله؛ د موډرنیزم او پس موډرنیزم فلسفې یې رامنځته کړې. انسان یې د تکنالوژۍ په ګرداب کې ایسار او انساني ژوند ته یې نوې ساه وروبښله.

 انسان باید ډېر محتاطانه پر مخ لاړ شي، ځکه هر بدلون خپلې مثبتې اومنفي اغېزې لري، مصنوعي ځیرکتیا هم همداسې وګڼې، که چېرې انسان په ښه توګه دغه تګنالوژي وکاروي او افراط په کې ونهکړي، مثبتې اغېزه به یې وویني. جاپانیان د دې تکنالوژي له احتمالي زیانونو څخه د مخنیوي لپاره؛ غواړي په خپل ټول ښونیز سیستم کې هراړخیز بدلون راوړي؛ دوی وايي موږ باید خپل ښونیز نظام دومره غښتلی کړو، چې حتا مصنوعي ځيرکتیا هم په راتلونکي کې زموږ وګړي اغېزمن نه کړي. او کوم کارونه چې مصوعي ځیرکتیا ترسه کوي زموږ راتلونکی نسل یې هم ترسره کړای شي.

نن ورځ موږ کولای شو مصنوعي ځیرکتیا په بېلا بېلو ډګرونو کې وکاروو، له صنعت او تجارته نیولې بیا تر سیاسته پورې. په ټولو پرخو کې خپله اغېزمنتیا لري. په انټرنټ کې د بېلابېلو چټونو رامنځته کېدل. د دې ټکنالوژۍ کارونه، انسانانو ته اسانه کړې ده. نن انسانان کولای شي د دې ټکنالوژۍ په مرسته خپلې بېلابېلې چارې پر مخ یوسي. پوښتنې ترې وکړي. لیکنې پرې وکړي، سلا ورسره وکړي، همدارنګه د نړۍ د پېښو په هکله د دوی ارزونې واوري، طرحې پرې جوړې کړي او خپل بېلابېل ورځنزې چارې یې په ملتیا ترسره کړي؛ او په بېلابېلو برخو کې سپارښتنې ورته وکړي. نن ورځ موږ نه شو کولای داسې څانګې ته ګوټه ونیسو چې مصنوعي ځیرکتیا نه وي اغېزمنه کړې. خو، په ټوله کې زه ورته به مثبت لید ګورم، لکه څرنګه چې صنعتي انقلاب انسانان وزګار کړل او نوی فکر ته یې لاره پرانسته، مصنوعي ځیرکتیا هم همداې تصور کړئ، یو نوي انسانان ژوند ته به، نوې لاره راوسپړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب