سه شنبه, مې 21, 2024
Homeخبرونهسي این این: داعش خراسان څانګه پر اروپا د بریدونو په هڅه...

سي این این: داعش خراسان څانګه پر اروپا د بریدونو په هڅه کې ده

تاند (یکشنبه، د حمل ۱۲ مه) سي این این امریکایي تلویزون د داعش ډلې د خراسان څانګې په اړه چې ادعا کیږي، مرکزیت یې په افغانستان کې دی، په یوه تازه راپور کې ویلي چې پر اروپايي هېوادونو او له هغې ډلې د پاریس په سږنیو نړیوالو المپیک سیالیو کې د بریدونو هڅه کوي.

 په راپور کې د یوه څېړنیز بنسټ د سلاکار اډموند فیتون له قوله دا هم راغلي، چې ګواکې پښتانه توند لاري طالبانو ته لېوال دي او نا پښتانه هغه بیا په افغانستان کې داعش ډلې سره یو ځای کېدو ته ترجیح ورکوي.

سي این این، په خپل تازه راپور کې د هغو دوو افغانانو نیول کیدو ته هم اشاره کړې، چې په جرمني کې نیول شوي او تورن دي چې ګواکې د سویډن پر پارلمان یې د برید طرحه جوړه کړې وه.

 یاد شوي کسان له داعش خراسان سره په اړیکو تورن شوي.

 په افغانستان کې د طالبانو واکمن رژیم دغه راپور ته غبرګون نه دی ښودلی.

په مسکو کې د کنسرتونو پر یوه هال له برید وروسته، چې لسګونه تنو ته یې مرګ ژوبله واړوله او مسوولیت یې داعش ډلې ومانه؛ د فرانسې ولسمشر وویل چې د هېواد ځواکونو یې په خپله خاوره کې د داعش د بېلابېلو بریدونو هڅې ناکامې کړې دي.

له څو اوونیو راهیسې په افغانستان کې د داعش ډلې د حضور د زیاتیدو او پراختیا په تړاو د لویدیزو هېوادونو د چارواکو او رسنیو څرګندونې زیاتې شوي، خو طالب چارواکو رد کړي او د دوی خلاف او د داعش په ګټه تبلیغات یې ګڼلي دي.

طالبانو ته منسوبو رسنیو بیا په کندهار کې د وروستي ځانمرګي برید تر شا د پاکستان د لاس لرلو ادعا کړې ده.

د دغه برید مسوولیت د داعش خراسان څانګې پر غاړه اخیستی و.

1 COMMENT

  1. وایې د ثور د کودتا وروسته په کنړ ولایت کې د خلکو پاڅون ته د غبرګون په نتیجه کې قطعات سوق شول او تصفیوي عملیات تر سره سول. له نور محمد تره کي څخه د بی بی سی ژورنالست پوښتنه کړي وو. تره کي ورته ویلې وو چې ” چینه ښه دی پیژنم غونډاري واروي او لاس تر شاه نیسي”.
    نو امریکا او غرب ته دا خبره رسول غواړي چې د تکنالوژی وخت او خلک په دا پوهیږي چه: ” غونډاري واروي او لاس تر شاه نیسئ”.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب