جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد قوش تېپې کانال د لومړي فاز ۹۵٪کار بشپړ شوی

د قوش تېپې کانال د لومړي فاز ۹۵٪کار بشپړ شوی

تاند (یکشنبه، د حمل ۱۲ مه) د ملي پراختیا شرکت وايي چې د قوش تېپې کانال د لومړي فاز ۹۵ سلنه کار بشپړ شوی دی.

ملي تلویزیون ته د دې شرکت د تولید او تجارت د انسجام مرستیال ریاض الدین شریفي ویلي چې د قوش تېپې کانال د دوهم فاز کار هم پیل شوی او د دې کانال د سربند کار ۳۵ سلنه بشپړ شوی دی.

د قوش تېپې کانال، چې د بلخ ولایت له کلدار ولسوالي پیلېږي او د فاریاب ولایت تر اندخوۍ ولسوالي پوري رسیږي، ۲۸۵ کیلومتره اوږدوالی لري.

دا پروژه، چې د هلمند له پروژې وروسته د افغانستان دوهمه تر ټولو ستره پروژه ګڼل کېږي، د بشپړیدو په صورت کې افغانستان د غلې له نظره په ځان بسیا کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...