یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهیکشنبه، د افغانستان او نړۍ لنډ خبرونه

یکشنبه، د افغانستان او نړۍ لنډ خبرونه

د دې برخې خبرونه د ورځې تر پایه تازه کیږي

د پاکستان پولیس وايي، د بلوچستان ایالت په ګوادر کې په یوه وسله وال برید کې لږترلږه ۲ تنه وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.

پولیسو د ټپیانو شمېر نه دی ښوولی خو ویلي یې دي چې دا برید پر امنیتي ځواکونو او بم شنډوونکو شوی چې له کبله یې دوه امنیتي ځواکونه وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.

تراوسه کومې ډلې د دې برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.

کابو ۱۲ ورځې وړاندې هم په ګوادر کې په یوه برید کې دوه امنیتي ځواکونه ووژل شول.

د یاد برید مسوولیت د بلوچستان د ازادۍ پوځ په نوم بېلتون غوښتونکې ډلې په غاړه واخیست .

——————–

د کونړ ولایت په اسمار کې لېوانو لسګونه پسونه او وزې داړلي دي.

د ځايي اوسدیونکو په وینا درو لېوانو وړمه شپه د یوه شپونکي پر رمي حمله کړې تر شلو ډېر پسونه او وزې یې داړلي دي.

د سیمې اوسیدونکي عزیزالله مامون ازادي راډیو ته وویل چې وړمه شپه لېوانو د ماحصل خان ۲۰ پسونه او وزې په داړلو وژلي او ۵ نور ژوبل کړي دي.

د سیمې اوسیدونکي وايي چې په وروستیو ورځو کې په کونړ کې بېوان ډېر شوي دي.

———————-

پاکستانۍ رسنۍ وایي د پنجاب دمظفر‌ګړ سیمې څخه پر يوې ښځېنه پولیس افسرې له تښتول کېدو وروسته جنسي تیری شوی دی.

تيره ورځ بیلابیلو پاکستاني رسنیو خبر ورکړی ؤ چې ښځېنه پولیس افسره د خپلې دندې په لور روانه وه چې په لاره کې تښتول شوې او هلته په يوه نږدې باغ کې پرې جنسي تیری شوی دی.

د مظفرګړ د پولیسو ویاند هم ياده پيښه تاييد کړې او ويلي يې دي چې د جنسي تیري ترڅنګ ياده افسره شکنجه شوې ده چې اوس په يوه روغتون کې تر درملنې لاندې ده.

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، تر یو نیم زر ډېر افغان کډوال له ایران څخه په زور او یا په خپله خوښه راستانه شوي دي.

دغه وزارت نن پر خپله ایکسپاڼه کښلي، ۱۵۲۱ تنه کډوال پرون د اسلام کلا له لارې خپل هیواد ته راورسیدل.

د دغه وزارت پر اساس، په راستنو شویو کې ۳۴ بې سرپرسته ماشومان هم شامل دي چې په هرات کې (وار چایلډ) موسسې ته سپارل شوي چې د هغوی د کورنیو د غړیو تر موندل کېدو پورې یې وساتي.

———————

د طالبانو د حکومت ویندوی وايي، په افغانستان کې دوه امریکایان د قانون د سرغړونې په تور بندیان دي.

ذبیح الله مجاهد دا خبره نن (یکشنبې) وروسته له دې وکړه چې ځینو امریکايي چارواکو د طالبانو له بنده د امریکايي اتباعو د خلاصون غوښتنه وکړه.

مجاهد په یوه ثبت کړي پیغام کې، چې ملي تلویزیون خپور کړ، ویلي چې د یو شمېر نورو بهرنیانو ترڅنګ دوه امریکايي اتباع د افغانستان د قوانینو د سرغړونې په تور له یو نیم کال راهیسي بندیان دي.

ده د نورو بهرنیانو د هویت او ملیت په اړه څه نه دي ویلي.

——————–

رومانیا او بلغاریا له نن (یکشنبې) څخه په شینګن وېزې کې شامل شول.

هغه هیوادونه چې په شنګین کې شامل دي، اتباع یې یا هغه کسان چې د یوه غړي هیواد وېزه ولري، ټولو هیوادونو ته سفر کولی شي. خو رومانیا او بلغاریا ته په اوسني پړاو کې یوازې د هوا او اوبو له لارې د شینګین وېزې لرونکي سفر کولی شي.

سره له دې چې د مځکې له لارې رومانیا او بلغاریا ته د شینګین په حوزه کې سفر شامل نه دی خو دا د دغو هیوادونو لپاره یوه بریا ده چې له ۱۳ کلونو خبرو وروسته یې ترلاسه کړې ده.

په شینیګن کې ۲۹ هیوادونه شامل دي چې ۲۵ یې د اروپايي اتحادیې غړي او ۴ نور یې؛ سویس، آیسلنډ، ناروې او لیختن شتاین له دې اتحادیې دباندې دي.

———————-

یوه زلزله چې شدت یې د ريښتر په کچه ۴ اعشاریه ۵ درجې و، نن مازدیګر ۵ بجې او ۵۵ دقیقې د افغانستان بدخشان ولایت او په ګاونډي تاجکستان کې احساس شوه.

د جرمني د زلزله پېژندنې ادارې د راپور له مخې، د دې زلزلې مرکز د اشکاشم ولسوالۍ په نژدې ۱۵ کیلومترۍ کې د مځکې له سطحې ۱۷۷ کیلومتره لاندې و.

تراوسه پورې د دې زلزلې له کبله د احتمالي مرګ ژوبلو او مالي تاوانونو په اړه څه نه دي ویل شوي.

———————

کابل ښاروالي سږ کال د نژدې شپږ نیم میلیارد افغانۍ په لګښت په پلازمېنه کې ۱۶۵ پروژې اجرا کوي.

د کابل ښاروالۍ یو چارواکی نعمت الله بارکزی وايي، په دې پروژو کې تمرکز د سړکونو، او کانالونو پر جوړولو او د شنې فضا په رامنځته کولو دی.

بارکزي همداراز وویل چې د خیرخانې مېنې د سړک د دوهمې برخې، د قصبې سړک او د شاه شهید څلورلاره نورې پروژې دي چې سږ کال به پرې کار پیل او بشپړ شی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب