جمعه, سپتمبر 27, 2024
Homeخبرونهد کابل رژیم: کندهار او نیمروز کې د امریکا د بې پيلوټه...

د کابل رژیم: کندهار او نیمروز کې د امریکا د بې پيلوټه الوتکو ګزمو اندېښمن کړي یوو

تاند (یکشنبه، د حمل ۱۲ مه) په افغانستان او په ځانګړي ډول د طالبانو د واک په اصلي مرکز کندهار کې د امریکا د بې پيلوټه الوتکو د ګزمو د دوام په تړاو له راپورونو وروسته، د طالبانو د رژیم ویاند ذبیح الله مجاهد دغو ګزمو ته اندېښنه ښودلې.

نوموړي دا هم ویلي، چې دا ګزمې د کندهار تر څنګ په نیمروز ولایت کې هم کیږي.

نوموړي د کوم هېواد د نوم له اخیستو پرته زیاته کړه چې دغه الوتکې د ځینو نږدې هېوادونو له فضا الوتنې کوي او یا هم تېرېږي.

تر دې وړاندې هم طالب چارواکو دا خبره کړې وه او د ۲۰۲۲ کال په اوړي کې د القاعده شبکې مشر ایمن‌ الظواهري په کابل کې د امریکا بې‌پیلوټه الوتکې په یوه برید کې ووژل شو.

اووه میاشتې وړاندې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي ویلي و چې یوازې امریکايي بې‌پیلوټه الوتکې نه؛ بلکې د نورو هېوادونو الوتکې هم پر افغانستان الوتنې کوي.

امریکایي او پاکستاني چارواکو د طالب چارواکو وروستیو څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو کندهار مېشتي عمومي مشر ملا هبت الله اخوند زاده څه موده مخکې په یوه غږیزه وینا کې لویدیز ته خبرداری ورکړ، چې د دیموکراسۍ خلاف ټولې کړنې به ترسره او د ده په باور، اسلامي شریعت به عملي کړي.

د ده په  وینا، په دې ترڅ کې به شل کاله نوره جګړه هم وکړي، خو د ښځو د حقونو او بشري حقونو په نومونو به د امریکا او لویدیز هغو غوښتنو ته غاړه کېنږدي، چې په افغانستان کې یې له دوی څخه د تامین په اړه لري.

2 COMMENTS

  1. بله ورځ به اې آی راځي. د مچ په اندازه به وي. د ملا هیبت اخوند په لنګوټه به ناست وي او دي به تقرير کوي چې علم مباح دی که مکروه دی؟؟؟

  2. وروره هسې بغارې او غپا مکوئ تاسو ددې ډرامې لوبغاړي یاست. اوس ټول افغانان په نني سیاست د سیاستمدار نه ښه پوهیږي. طالب، داعش، پاکستان او امریکا ددې ډرامې کردارونه دي. تاسو هسې د شریعت او دین په نوم ځانونه کلک مسلمانان ګڼئ مګر هره هفته ۴۰ میلونه ډالر ترلاسه کوئ. خلک واښه نه خوري لاکن تاسو د حیوان غوندې فکر لرئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب