دوشنبه, مې 20, 2024
Homeخبرونهبرېتانیا: په افغانستان کې د تروریستي بریدونو خطر دی

برېتانیا: په افغانستان کې د تروریستي بریدونو خطر دی

تاند:( شنبه، د میزان ۲۹مه) د برېتانیا حکومت په یوه تازه اعلامیه کې د افغانستان امنیتي وضعیت کړکېچن بللی او خپل وګړي یې له سفر کولو ترې منع کړي دي.

اعلامیه زیاتوي، ډېر احتمال شته چې ترهګر په افغانستان کې دننه بریدونه وکړي.

په اعلامیه کې زیاته شوې، په مذهبي ځایونو، مذهبي مراسمو او د هوايي ډګرونو په ګډون په ټول افغانستان کې د ترهګریزو بریدونو د لوړېدو ګواښ شته.

طالبانو د برېتانیا د حکومت دغې اعلامیې ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.

دوی تر دې مخکې په افغانستان کې امنیتي وضعیت ډادمن ګڼلی او ټینګار یې کړی چې څوک د دغه وضعیت د خرابولو وس نه لري.

له دې سره وخت پر وخت په ځینو سیمو کې د داعش ډلې د بریدونو خبرونه ورکول کیږي، خو طالبان د دې ډلې د ځپلو ادعا کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب