یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهملګري ملتونه: پاکستان په زوره د افغان کډوالو د ویستو حق نه...

ملګري ملتونه: پاکستان په زوره د افغان کډوالو د ویستو حق نه لري

تاند:( شنبه، د میزان ۲۹مه) د ملګرو ملتونو د سرمنشي یوه ویاند فرهان حق پر پاکستان غږ کړی چې د افغان کډوالو د په زوره ویستو حق نه لري.

نوموړي په یوه مرکه کې له دغه هېواده غوښتي چې د یادو کډوالو له په زوره ویستو لاس په سر او پریږدي چې کډوال د ژوند او خوندیتوب شرایطو ته په کتو سره یې خپله په دې تړاو پریکړه وکړي.

د اسلام اباد ضرب الاجل راتلونکې اونۍ سې شنبې پوره کیږي او وایي، که تر دې ورځې یو میلیون او څه باندې اووه لکه افغانان چې په پاکستان کې د اوسیدو قانوني اسناد نه لري، له دغه هېواده ونه وځي په زوره به یې وباسي.

فرحان حق زیاته کړه چې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتو عالي کمېشنرۍ په دې برخه کې خپلې اندېښنې له پاکستاني چارواکو سره شریکې کړې دي.

د پاکستان چارواکو د اکتوبر تر یو دېرشمې چې لس ورځې ورته پاتې دي افغان کډوالو ته د ضرب الاجل په توګه وخت ټاکلی دی چې یا به له پاکستانه وځي یا به یې په زوره باسي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتو عالي کمشنري اټکل کوي چې شاوخوا درې میلیونه او اووه لکه افغان کډوال په پاکستان کې ژوند کوي چې نژدې اووه لکه یې د دوه زره یو ویشتم کال د اګست له میاشتې وروسته چې طالبانو کابل نیولی دی، پاکستان ته تللي دي.

پاکستاني چارواکي بیا ټینګار کوي چې په دې اړه یې پریکړه بدلیدونکې نه ده.
له دې سره هم مهاله، له دغه هېواده افغان کډوالو سره د ناوړه چلند خبرونه هم زیات شوي دي.

1 COMMENT

  1. پاکسان افغان مهاجر د طالبانو په سلا او مشوره راباسي ځکه چې دم ګړۍ په کور دننه قومی مشران له طالبانو پوښتنه کوي چې ستاسو حکومت که اسلامی او ملی وي نو لږ تر لږه هغه افغان مهاجر چې کلونه کلونه په پاکستان کې په دی هیله پراته وو چې په افغانستان کې اسلامی او افغان کډوالو د خوښې حکومت راشي نو دوئ به ستنیږي. خو لا هم نه دي راغلي اوستاسو په حکومت هغوۍ هم باور نه لري. اوس دوۍ غواړی چې که هغه مهاجر راشي نو لږ تر لږه څو ورځي ولس ته وویلای شي چې د افغان کډوالو د خوشي له نظام سره په میلیونو مهاجز هم راغلو. چې دا کار به د دوئ د کورني مشورعیت له پاره یو څه ګټور شي. ځکه اوس پاکستان دغه کار ته لاس اچولی دی. کنه د مهاجرو په شتون کې د پاکستان ګټه شته تاوان يي نشته. په ۲۰۰ میلیونې نفوسه هیواد کې ۵ میلیونه مهاجرین دومره لوی بوج نه دی لکه څمره چې یې دباوو جوړ کړی دی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب