میدین زموږ د کلي یواځینی پاړسیوان و. د غم ښادۍ په هر مجلس به چې ورپېښ شو ویل به یې« داسې سې لګیایېن چې میدین خې سړی دی، میدین بد سړی دی! تاسو اخپل کار و بار نه لرېن؟» کلیوال به اریان شول چې موږ خو خداکه د میدین نوم لا خیستی وي!
زموږ استاد، احمد جاوېد چې اول ځل د فارسي نوم دري کاوه. ویل چې د چنګېز او غزانو په دور کې، دري ادیبانو هم له وېرې تصوفي اشعارو ته مخه وکړه. شراب او مینه له مجازي نه حفیفي ته شول. حافظ شېرازي دګوډ تېمور له ډاره خپل هغه شعر وسوزاوه چې ویل یې
آن تلخ وش که صوفي، ام الخبایثش خواند
اشهی لنا و اهلا، من فبلت العذاراا
د هغې په ځای یې، …. قبل الغدارا ولیکل، چې زموږ د کلي د ملا په انګېرنه مانا دا سره شراب موږ ته غدارانو حلال وګڼل. چنګیز خو معلومداره سړی تېر شوی خو دا (شوم غزز) د استاد په قول، غلجي پښتانه وو.
اوس چې اخبارونه لولم، زیاتې همداسې شف شف نامې دي. تازه مثال یې په همدې تاند کې د برېتونو مقالې وې. تر آخره یې په سر او بر پوه نه شوم چې دا او هغه برېتو خې سړی دی که بد سړی دی. اوس فکر کوم چې په بریتونو کې به څه راز وي. د یوه مدعي عکس د چټ زلمي دی خو خبرې د جهاد د وختونو کوي، چې د خالص او محمد نبي د وختو سره ښايی. هغه بل بیا همدې جناب ته سپکې سپورې وايي هغه هم په شف شف کې. یو برېتور خو خدای بښلې رحمت الله بروت، د سردار ولي محافظ و چې غیر له ښو مې ترې بد نه دي لېدلي. دا بل هم عصمت قانع دی چې د جهاد په کالونو کې مې یې د مېړانې د کارنامو ذکر له جلالي صیب نه اورېدلی و. دواړو د پاړسیوان خبره د ځوانۍ یو شنګ لاره.
خو د دغو ناندریزو مقالو په مانا پوه نه شوم.دا وړ مقالې د هېڅ شي سره قافیه نه تړي. آیا د پردې شاته کومه مانا شته چې ضرور به د افغانستان آینده متاثره کوي او که هماغه د خوجه حافظ د عذارا او غدارا خبره ده. علما څه وايي؟
تاند په مدار مدار د لیکوالۍ د یوه معیار د ټینګولو په لوري روان دی، خو
دغسې شفشفیاتو ته اریان یم+ چې نه نقد دی نه تحلیل دی او نه طنز.
17.02.2013