شنبه, اپریل 27, 2024
Homeکالمونهننګیالهر یو من دی چارک نه‌شته/ شهرت ننګیال

هر یو من دی چارک نه‌شته/ شهرت ننګیال

ما په خپلو ګناهګارو سترګو د ولسمشر د یوولسو او اجرايیه رییس د اتو سلاکارانو له څېرو سره چې د ټلوېزیون پر هينداره ځلېدلي د ستر سلاکار یا مشاور ارشد کپشن لیدلی دی.

اوس د ولسمشر او اجرايیه رییس د سلاکارانو تر شمېر خبره اوښتې، د پټې خزانې په وینا دومره چې نه‌شي کېدلای ګڼون د هغې.

ځکه نور د دې پوښتنې ځای نه دی پاتې چې د ولسمشر او اجرايیه ريیس د سلاکارانو شمېر په کومه خانه کې دی؟

پوښتنه د سترو سلاکارانو یا ارشد مشاورانو ده چې لګیا دي، لکه خرمېړي یو په یو له ځمګې راټوکېږي. په دوی کې یو ارشد مشاور داسې دی چې د چا خبره له خولې یې د شیدو بوی ځي.

پوښتنه دا ده چې د ولسمشر او اجرايیه ريیس یوولس او اته سلاکاران ټول ستر او ارشد کېدای شي؟

کېدای ځکه شي چې په مملکت خداداد کې ناممکنات نه‌شته، موږ یې د سر په سترګو ګورو چې شوي، ښایي شمېر یې تر یوولسو او اتو لوړ اوسي.

سلاکاران که ستر وي که نه، اجرايیوي واک نه‌شي لرلای، خو د ولسمشر او اجرايیه رییس د غوږ واک د دوی په لاس کې دی.

دغه غوږ تر هر څه مهم دی، د غوږ له دغه واکه چې دوی څومره ګټه او واکونه تر لاسه کولای شي، د وزارت په مقام کې یې نه‌شوای تر ګونډه کولای.

ځکه خو د موازي واکونو اندېښنه نه‌شي راولاړولای، دا نه له وړاندې کومه ستونزه وه او نه اوس او په راتلونکې کې کومه ستونزه ګرځېدلای شي.

دغه تجربه ارګ او سپېدار بریالۍ کړه، که نه ټولو منلې وه چې دو فقیری در یک ګلیم بخسپند، و دو شاه در یک اقلیم نګنجد.

ځکه خو تر دې وروسته په یوه زین کې د دو کونو ځايېدل ناشوني نه‌شي ګڼل کېدی.
د سلاکاري بده تیږه حامد کرزي ايښې، ده داسې سلاکاران هم نومولي وو چې دوو کالو کې یې یوه ورځ هم د ليدو فرصت نه و په برخه شوی.

وایي چا چې د کومې نېکي تیږه کېښوده، تر قیامت چې څوک دغه نېکي تر سره کوي په ثواب کې ورسره شریک دی، چا چې د بدي پاڼه راوړوله تر قیامته چې دغه ګناه یا بدي غځېږي، پړه یې د ده په دوسیه کې ثبت ده.

د حامد کرزي پر پله وزیرانو، والیانو او رییسانو هم سلاکارانو ته لاس و غځاوه، تر دې چې د سلاکاري داسې کولتور را منځ ته کړای شو چې د جامو د موډ او فېشن بڼه یې غوره کړه.

اوس د تشکیل او بست ستونزه نه‌شته چې یو مامور به دفتر په دفتر ګرځېده او نسبت عدم کرسي به جبري تقاعد شو.

که بستونه او تشکیل شته که نه، د سلاکاري بست نغد او معاش ډالري دی، د غوږ پر واک سربېره د ځینو صلاحیت دومره لوړ دی لکه په سقاوي کې چې ډلګۍ‌مشر جنرال په څپېړه وهلای شوای.

د سلاکارانو یوه نغده ګټه دا ده چې د اړتیا پر وخت یې په اساني له خپلو ناکامیو او کاواکیو قربانولای شي، یوازې دا نه بلکې د کور او باندې غوسه هم سملاسي په سلاکارانو سړېدلای شي.

ځکه خو دا د حیراني خبره نه ده چې د یوې دندې یا چارې له‌پاره درې یا تر دې زیات سلاکاران او ارشد مشاوران ټاکل شوي وي.

دا هم د تعجب وړ نه‌شي ګڼل کېدای چې که ولسمشر او اجرايیه ريیس له لسګونو سلاکارانو سره د ورځې یو ساعت پر مشورو واړوي، د نورو چارو له‌پاره به یې څومره وخت سپمولی وي؟

مخکې ارګ ځانګړې فرقه او د تشریفاتو قطعه لرله، اوس یې هم لري، خو د سلاکارانو لښکر ته په کتو که فرقه نه وي، په غونډ کې یې د راټولولو پر اړتیا څوک سترګې نه‌شي پټولای.

پخوا حضور اعلیحضرت یوازې څو تنه مصاحبان لرل، د غلام بچه‌ګانو شمېر هم د اوسنیو سلاکارانو په کچه نه و، خو څنګه چې سلا مشوره په اسلام کې یو اصل دی، اوسني واکمن تر پخوانیو خدای او رسول ته نږدې دي، ځکه خو یې دغه اصل ته خپلې غاړې کږې نیولې دي.

د حامد کرزي یوه سلاکار B.B.C ته وویل؛ …بیا مې له ځان سره مشوره وکړه چې دا کار باید داسې سر ته ورسول شي.

اوس دغه سټه چې له ځان سره یې مشوره اختراع کړې د ولسمشر غني سلاکار بلکې ستر سلاکار دی.

سرچینو د سلاکارانو یو راز رابرسېره کړی، دوی په یوه پټه غونډه کې پرېکړه کړې چې «کلنۍ» کې دې د دوی ژوندلیک هم لکه د وزیرانو له تصویر او کاري بوختیا سره چاپ شي.

خو ستر سلاکاران په جلا غونډه کې پر دې سلا شوي چې د لنډون له‌پاره دې یوازې د سترو سلاکارانو یا ارشد مشاورانو ژوندلیک راوړل شي.

خو نورو دا د ولسمشر د ټاکنیز کمپاین له شعار سره منافی، بلکې تبعیض او اپارټاید بللی.
ځکه خو یې د ولسمشر پر دغه شعار د دوی خوله پټه کړه چې هيڅ افغان تر هيڅ افغان کمتر نه دی او هيڅ افغان تر هيڅ افغان برتر نه دی.

نو چې یو افغان له بل افغان کمتر او برتر نه دی په سلاکارانو کې ستر او کوچنی له کومه شو؟

یوه بله نیوکه دا چې د ستر سلاکار یا مشاور ارشد له ټایټل دا تاثر په خلکو کې را ټوکېږي چې ګنې نور واړه یا کوچني سلاکاران دي چې په څرګنده د دوی استخفاف او سپکاوی دی.

وایي له کوره یو لېونی بس دی، د همدغه فورمول له مخې حامد کرزي یوازې د هدایت امین ارسلا پر ټټر د ستر سلاکار تمغه لګولې وه.
خو ولسمشر غني دغه مقامات ملا خورک کړل.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب