پنجشنبه, اکتوبر 23, 2025
Home+د ارواښاد ننګيال په یو نظم کې ژوند ته فریاد| حفيظ الله...

د ارواښاد ننګيال په یو نظم کې ژوند ته فریاد| حفيظ الله بشارت

اسحاق ننګيال چې د ژوند ډېری برخه يې د افغانستان په لويه غميزه کې تېره شوه، تقریباً له هر شعر يې د تراژيدي او همدغه غميزې غمجن بوی راخېژي.
زرین انځور د نوموړي اړوند یو ځای لیکي: د ننـګيال قلم د يو شاعر قلم دى. د داسې يو شاعر قلم دى چې د رنګ پر ځاى ترې د وطن د غوټيو او ګلانو له پاڼو را زبېښل شوي شات راڅڅيږي او خوند او ښكلا خپروي.
ژوند ته ژړا يې له هغه نظمونو دی چې سراسر پرې د حس آمیزۍ اثرات پراته دي. په دې نظم کې ارواښاد ننګيال ژوند ته جسم ورکوي او لکه یو ارواځپلی چې خپل بادار ته د پوښتنو کتارونه دروي، په دې نظم کې هم یوه شاعره اروا ژوند ته د مختلفو فلسفي سوالونو او بېرته يې دې خپلو ځوابونو لنډ خو ډېر عميق لفظونه راوړي:
ژوند ته ژړا
سترګې دې شته؟
ته راته ګورې؟
غږ مې اورې؟
ژوندونه! نن دې پټو سترګو ته
يو غلى مساپر ناست يم
چې اسوېليو ته مې
د باد او توپانونو
د كاروان اوښې ستمى كوي
او د غم اور ته مې
د غرونو
او د دښتو
ډبرینې پښتۍ وسوځېدې
اوښكې مې بېرته خو را!
وایي: زر کاله پخوا مې يو ګاونډي راته ویلي وو چې زه له ژوند کرکه لرم، ځکه بې له درده او وېرې پکې نور هېڅ نشته.
په دې نظم کې هم شاعر له ژوند سره د يو دردمن او ويرجن مخاطب غوندې غږېږي. د نظم تقریباً ټول لفظونه، تصویرونه او پکې شته احساسات دا جوتوي چې ننګيال صاحب ته ژوند نه یوازې له مشکلاتو ډک ښکاري، بلکې ورته بې مانا هم دی.
سترګې دې شته؟
ته راته ګورې؟
غږ مې اورې؟
اصلن دا پوښتنې هغه وخت يو انسان ته پیدا کېږي، چې له شته حالته ستړی شي او مايوسي يې په رګ رګ ننوځي. شاعر دلته ژوند ته ګوري، اوري یې، خو ژوند دومره نامردي شروع کړې چې خپل مخاطب نه اوري، نه يې ګوري. دا هغه حالت دی چې انسان ګومان کوي، ژوند له ما نه سترګې پټې کړې دي. بیا نو دا حالت سړی مجبوروي چې ځان د يو غلي او خاموشه مساپر په څېر ونیسي، یعنې د داسې چا په ډول چې یوازې تېرېږي و راتېرېږي، درد وړي، باطني رنځ زغمي، خو اصلن يې څوک ویني نه.
چې اسوېليو ته مې
د باد او توپانونو
د كاروان اوښې ستمى كوي
په دې کرښو کې د ستونزو، ناخوالو او غمونو عميقې استعارې وینو. باد و توپان چې د ستونزو او مشکلاتو سمبول دی، موږ ته دې ژوند ټکرې، ناخوالې او بې مانایي راښیي او د شاعر په ګومان که د دومره ستونزو پر وړاندې اسویلي هر څومره زورور وي، اخر هم لکه د کاروان اوښ ستړي کېږي.
او د غم اور ته مې
د غرونو
او د دښتو
ډبرينې پښتۍ وسوځېدې
دلته وینو چې کله ناکله د درد اندازه دومره ژوره شي چې حتی د غرونو او دښتو په شان د ډبرو غوندې کلکې پښتۍ یې هم نه شي زغملی. په داسې حالاتو کې نو ژوند یو دوامداره او سوځنده غم ایسي.
او، اوښکې مې بېرته خو را
ارواښاد ننګيال دلته بېرته دوباره خپلې اوښکې غواړي، یعنې دومره مات شوی چې حتی د ژړا کولو مجال هم نه دی ورپاتې. شاعر اصلن د خپل درد اظهار هم نه شي کولی. فریاد یې په ستوني کې بند دی، احساس یې ټپي دی…. ژوند ورته سراسر پوچ، تیاره او بې مانا ښکاري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ویده یږه Sleeping Bear | عزت الله شمسزی

عامو خلکو کې یوه اصطلاح ده وایي جنت کې هرڅه شته خو د دنیا هوا په کې نه شته. په نړۍ کې رښتیا هم...