Homeخبرونهپاکستان یو وار بیا د افغان کډوالو د ایستلو بهیر چټک کړی

پاکستان یو وار بیا د افغان کډوالو د ایستلو بهیر چټک کړی

تاند (سې شنبه، د زمريږ اسد ۱۴ مه) د پاکستان حکومت د «ناقانونه بهرنیانو د ستنولو د پروګرام» پر اساس هڅې زیاتې کړي او یو ځل بیا یې له افغان کډوالو غوښتي چې له هېواده یې ووځي.

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، چارواکو تایید کړې چې د ستنولو نوې لړۍ په ځینو سیمو کې پیل شوې، او زرګونه افغانان د چمن بندر ته راټول شوي، څو له دې حکم سره سم عمل وکړي.

د پاکستان چارواکو پرون (دوشنبې) وویل، وروسته له دې چې مرکزي حکومت د افغان کډوالو د پاته کېدو موده تمدید نه کړه، د افغان کډوالو د ایستلو بهیر یې بیا پیل کړ.

دغه پرېکړه شاوخوا ۱.۴ میلیونه هغه افغانان اغېزمنوي چې د راجستر ثبوت (PoR) کارتونه لري، او د هغوی قانوني حیثیت د جون په دېرشمه پای ته رسېدلی.

ډېرو هیله لرله چې د اوسېدو موده به یې یو کال اوږده شي چې افغانستان ته تر ستنېدو مخکې شخصي کارونه لکه د ملکیتونو پلور، یا د کاروبار ختمول تنظیم کړي.

سربېره پر هغو کسانو چې PoR کارتونه لري، شاوخوا ۸۰۰ زره نور افغانان د افغان تابعیت کارتونه (ACC) لري. د دوشنبې پرېکړه د ملګرو ملتونو د کډوالو د لویې کمېشنرۍ (UNHCR) له خوا له نیوکې سره مخامخ شوه.

د ملګروملتو د کډوالو لویې کمېنشرۍ د جون میاشتې د راپور له مخې، سږ کال لږ تر لږه ۱.۲ میلیونه افغان وګړي له ایران او پاکستان څخه جبراً ستانه شوي دي.

د کورنیو چارو یوه جګپوړي چارواکي ویلي چې دا عملیات به «په درناوي او منظم ډول» ترسره شي.

دا نوی امر د سږ کال د اپرېل د ۳۰مې نیټې له حکمه وروسته صادر شوی، چې د افغان تابعیت کارت (ACC) لرونکو او بې‌سندو کسانو ته د وروستي ضرب‌الاجل نېټه ټاکل شوې وه. له هغه راهیسې تر ۸۰ زره زیات افغانان له پاکستانه وتلي دي.

چارواکو یو ځل بیا خبرداری ورکړی چې بې‌سندو بهرنیانو ته د پناه یا کار برابرولو پر وړاندې به سخت اقدامات وشي.

که څه هم اسلام‌اباد دا اقدام د ملي امنیت له مخې توجیه کوي، خو دغه کمپاین د نړیوالو بشري حقونو بنسټونو او کابل نیوکې راپارولي، او هغه یې د نړیوالو اصولو خلاف بللی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...