تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۴ مه) یوې بریتانیايي رسنۍ راپور ورکړ چې د ایران سپاه پاسداران له طالبانو غوښتي چې هغه افشا شوې لېست ورسره شریک کړي چې د هغو افغانانو نومونه پکې دي چې له بریتانیا سره یې کار کړی، ترڅو د MI6 جاسوسان وڅاري او ونیسي.
د بریتانیا د ټیلګراف ورځپاڼې د پروني (دوشنبې) د راپور له مخې، د تهران رژیم هیله لري چې د شاوخوا ۲۵ زرو هغو افغانانو دغه لېست وڅېړي چې له بریتانیايي ځواکونو سره یې کار کړی و، څو تر راتلونکو اتومي خبرو اترو څخه مخکې پر لوېدیځ فشار زیات کړي.
په دغه افشا شوې لېست کې، چې «د وژنې لېست» نومول شوی، د هغو افغانانو نومونه شامل دي چې د پناه غوښتنې لپاره یې غوښتنلیکونه وړاندې کړي وو، هغه سرتېري هم پکې شامل دي چې له بریتانیايي پوځ، استخباراتي شبکو او ځانګړو ځواکونو سره یې کار کړی.
باور کېږي چې ځینې یې تر افشا وروسته ایران ته تښتېدلي. د دې دوه اړخیزې همکارۍ یوه نښه دا ده چې، لږ تر لږه یو افغان چې نوم یې په دغه لېست کې وو، په وروستیو ورځو کې له ایرانه کابل ته شړل شوی دی.
يوه جګپوړي ايراني چارواکي په تهران کې تاييد کړه چې سپاه پاسداران په رسمي ډول له طالبانو غوښتي چې دغه افشا شوی لېست ورسره شريک کړي. داسې اټکل کېږي چې د MI6 استخباراتي همکاران به د نيولو په لومړيتوب کې وي.
هغه وويل: «د ايراني لوري له خوا هم هڅې دوام لري څو لېست ترلاسه کړي، او يوه ځانګړې کمېټه ورته ټاکل شوې. د تهران او کابل ترمنځ د دې موضوع په هکله د همکارۍ خبرې روانې دي ځکه چې دا د دواړو هېوادونو لپاره له لوېديځ سره د خبرو په دریځ کې مرسته کولی شي.»
«ټیلګراف» ورځپاڼې ته رسېدلې معلومات ښيي چې د طالبانو مشرتابه په کندهار کې کابل میشتو چارواکو ته امر کړی چې د دغه افشا شوي سند له مخې څومره ډېر کسان نیولی شي و دې ونیسي، څو یې د لندن پر وړاندې د ډیپلوماټیک فشار د وسیلې په توګه وکاروي. دغه معلوماتي بانک په اصل کې د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې هغه مهال خپور شو چې یوه برتانیايي سمندري افسر کامل فایل په تېروتنه افغان همکارانو ته ولېږه، په داسې حال کې چې باید یوازې یوه کوچنۍ برخه یې لېږلې وای.
په جدول کې د هغو افغان سرتېرو، حکومتي کارکوونکو او د هغوی د کورنیو بریښنالیکونه، نومرې او نومونه درج وو چې د ۲۰۲۱ کال له وتلو وروسته د افغانانو د کډوالولو او مرستې پروګرام لاندې بریتانیا ته د تګ لپاره یې غوښتنلیکونه وړاندې کړي وو.
په دې لېست کې تر ۱۰۰ د زیاتو خاصو بریتاینايي ځواکونو او MI6 کارکوونکو هویتونه هم موجود وو چې د افغان غوښتنلیک ورکوونکو ملاتړ یې کړی و.
یوه طالب چارواکي «ټیلګراف» ته ویلي چې دوی دغه جدول په ۲۰۲۲ کال کې ترلاسه کړی. نوموړي تېره میاشت دې ورځپاڼې ته ویلي و: «کله چې په انګلنډ کې راپورونه خپاره شول، نو روښانه شوه چې دا افشا څومره مهمه ده. موږ ته امر شوی چې څومره کسان نیولی شو ویې نیسو، څو د بریتانیا پر وړاندې د فشار د آلې په توګه یې وکاروو.»
سپاه پاسداران وروسته له هغېه غوښتنه وکړه چې بریتانیا، فرانسې او جرمني تهران ته خبرداری ورکړ چې که په اتومي مذاکراتو کې پرمختګ و نه شي، نو د ملګرو ملتونو د بندیزونو سیستم به بېرته عملي کړي.
ایران غواړي هغه افغانان چې نومونه یې په دغه لېست کې دي، په ځانګړې توګه هغه چې له استخباراتو سره یې کار کړي، په ایران کې ونیسي او پوښتنې – ګروېږنې ورڅخه وکړي.
ایراني چارواکي ویلي: «موږ هڅه کوو تر snapback مخکې د امکان تر حده ډېر دغه کسان ونیسو چې د پردې تر شا د مذاکراتو لپاره ترې ګټه واخلو.»
د بریتانیا د دفاع وزارت ویاند ویلي: «موږ د خپلو کارکوونکو امنیت خورا جدي ګڼو، په ځانګړي ډول هغه کسان چې په حساسو دندو کې دي، او د هغوی د خوندیتوب مناسب اقدامات په ځای دي.»