سه شنبه, فبروري 17, 2026
Homeخبرونهپه جرمني کې یوه کارغه د روغتون بیړنۍ څانګې ته پناه یووړه

په جرمني کې یوه کارغه د روغتون بیړنۍ څانګې ته پناه یووړه

تاند (سې شنبه، د سلواغې/ دلوې ۲۸ مه) د جرمني په شمال لوېدیځ کې یو هوښیار سمندري کارغه، چې د کب نیولو جال یې په منګولو کې بند پاتې و، د یوه روغتون د بېړنۍ څانګې مخې ته ښکاره شو او دومره یې د هغه د کرکړۍ ښیښې په مښکوکه ووهله چې د بېړنۍ څانګې د یوه کارکوونکي ورپام شول.

د جرمني د شمال‌لوېدیځ پولیسو په یوه خبرپاڼه کې وویل چې دا مرغه د یکشنبې په ورځ په برمن ښار کې څو ځله په مښکوکې د بېړنۍ څانګې د ننوتو دروازه ووهله، چې له امله یې کارکوونکي اړ شول د ملکي دفاع ادارې سره اړیکه ونیسي.

پولیسو زیاته کړه چې د ژغورنې ځواکونه ځای ته ورسېدل او د روغتون له طبي کارکوونکو سره یې «ډېره ښه همکاري» وکړه. د همدې همکارۍ په پایله کې وتوانېدل د کب نیولو جال د دغه هوښیار مرغه له منګولو څخه وباسي او ټپ یې تداوي کړي. له درملنې وروسته دا مرغه د روغتون د انګړ په شنه ساحه کې بېرته طبیعت ته خوشې شو.

سمندري کارغه یو لوی اوبژوی مرغه دی، چې ځلانده تورئ بڼکې، اوږده غاړه او تېرې منګولې لري. د ژغورنې ادارې وویل چې د مرغه د مرستې دا غیرمعمولي غوښتنه ځکه د پام وړ وه چې سمندري کارغان عموماً له انسانانو ځان لرې ساتي.

د بېړنۍ څانګې طبي کارکوونکو او د ملکي دفاع ژغورونکو ټینګار وکړ چې د کب نیولو جال د مرغانو په منګولو کې بند پاتې کېدل ډېر خطرناک دي، ځکه کولای شي سخت درد او عفونت رامنځته کړي. که مرغه ونه شي کولای په عادي ډول خواړه وخوري، دا ستونزه ورو ورو د لوږې له امله د هغه د مړینې سبب کېدای شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

په لندن کې د پېژندل شوي شاعر بېکسیار د تازه چاپ شوو اثارو مخکتنه

م. ک بيا له كومه را پيدا شو دا بهار چي ميلمه له موږ سره دى بيكسيار بهار كله په ژمي كې هم څرك وهي او کله...