Homeخبرونهپه افغانستان کې د درملو د کمښت په اړه د پاکستاني رسنۍ...

په افغانستان کې د درملو د کمښت په اړه د پاکستاني رسنۍ اندېښنه

تاند(سې شنبه، د سلواغې/ دلوې ۲۸ مه) د پاکستان جنګ ورځپاڼې په پرونۍ ـدوشنبې) ګڼه کې لیکلي، په افغانستان کې د درملو په برخه کې شوي اصلاحات د دې لپاره وو چې د درملو کیفیت ښه شي او کورنی صنعت پیاوړی شي، خو د اوسنۍ پالیسۍ عملي کېدو هېواد ته نوې ستونزې پېښې کړي دي.

د ورځپاڼې پر اساس، د طالبانو حکومت له پاکستان څخه د درملو پر وارداتو بندیز اعلان کړی، چې له امله یې په افغانستان کې د درملو په برابرولو او بیو کې د پام وړ ستونزې رامنځته شوې دي.

د افغانستان د مالیې وزارت چارواکو ته لارښوونه کړې چې له پاکستان څخه د درملو واردات بند کړي او د «بدیلو او قانوني» لارو لټه وکړي، خو دا بدلون د داسې هېواد لپاره لویه ننګونه ده چې د درملو په برخه کې تر ډېره پر بهرنیو سرچینو متکي دی. سوداګر او درملګر (فارمسستان) وایي چې له بندیز وروسته بیې لوړې شوې دي او ډېر درمل په بازار کې نه موندل کېږي، چې له امله یې ابتدايي درملو ته د خلکو لاسرسی له ستونزو سره مخامخ شوی دی. اوس درمل له نوو هیوادونو راوړل کېږي، چې دا کار د لېږد وخت، لګښت او لوژستیکي ستونزې زیاتوي.

د جنګ ورځپاڼې د راپور له مخې، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګري لارو له بندېدو وروسته، د روغتیايي خدمتونو او درملو په عرضه کې جدي خنډونه رامنځته شوي، چې له امله یې بیې لوړې شوې او په بازار کې درمل کم شوي دي. افغانستان مخکې د خپلو ډېرو درملو اړتیا له پاکستانه پوره کوله، خو له بندیز وروسته اوس بدیلې سرچینې لکه ایران، هند او نور هېوادونه لټول کېږي، چې دا بهیر اسانه نه دی.

ورځباڼه زیاتوي، کارپوهان وایي چې د درملو بیړني کمښت او د بیو لوړوالي د ناروغانو د درملنې چارې له ستونزو سره مخامخ کړې دي، او پر پاکستان د تکیې د ختمولو هڅې د روغتیا په سکتور کې شته ستونزې لا پسې پېچلې کړې دي.

خو دا په داسي حال کې ده چې په کابل او یو شمېر ولایتونو کې د ځینو درملتونونو خاوندان او عام خلک وايي، اوس په دې خوشاله دي چې د نورو هیوادونو درمل رانیسي ځکه چې له دې درکه یې اندئښنه کمه شوې چې درمل به جعلي وي.

2 COMMENTS

  1. دا خو د جنګ اخبار راپور دی او جنګ اخبار د دښمن په ګټه نشرات کوی تر څو په افغانستان کښی عامه اذهان مشوش کړی او برعکس په پاکستان کښی خلکو ته واضحه کړی چی د لارو تړل د پاکستان سمه فېصله ده. په پاکستان کی رسنۍ د پوځ تر امر لاندی نشرات کوی نو په دی لحاظ د جنګ دا راپور به داسی تصور کړو لکه دښمن چی د حملی ېو نوی چال په لاره اچولی وی.

  2. سلامونه،
    پوکستانیان که دونه د افغانانو له روغتیا نه متاءثر کیدلای اول یی باید د خپلو دواوو کوالیټی یا کیفیت کتلی وای چې د ماشومانو شربتو کی ې دګړې شربت دی که انتیبیوتیک؟؛ یا کپسول کې شګه یا نخود؟؟ او نور
    بله دا چې پر سر به یی لیکلی ول ، مخصوص اکسپورټ افغانستان!؛خلک په حقه وایی چې له جعلی دواګانو خلاص شولو!.البته د نورو هیوادو ادویی هم باید لابراتواری چک شي چه زهرآلود نه وی ،تاریخ ګذشته نه وي؛تجار صایبان هم انصاف وکی او داسی نور….

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب