سه شنبه, فبروري 17, 2026
Homeخبرونهولې په اوسنۍ دیجټل زمانه کې لا هم ځینې کسان له ټایپ...

ولې په اوسنۍ دیجټل زمانه کې لا هم ځینې کسان له ټایپ څخه کار اخلي؟

تاند (سې شنبه،د سلواغې/ دلوې ۲۸ مه) سره له دې چې نن سبا اکثره خلک له کمپیوټرونو او ځیرک موبایلونو څخه د لیکلو او اداري لپاره کار اخلي، خو د ټایپ ماشین (ټایپ رایټر) لا هم د امریکا په ځینو برخو کې فعاله او ګټوره وسیله ده.

د عام تصور برعکس چې ټایپ یوازې یو نوستالژیک شی ګڼي، دا اله لا هم په کاروبارونو، حقوقي دفترونو، ګودامونو، زندانونو او حتی د مسلکي لیکوالانو له لوري هره ورځ کارول کېږي. د ټایپ ترمیموونکي یا ټایپ سازان هره اوونۍ لسګونه زاړه ټایپونه ترمیموي؛ دا وسایل اکثر د پاکولو او غوړولو وروسته بیا د کار ډګر ته ستنېږي.

د ټایپ ماشین‌ د دوام یو مهم لامل د ځانګړو کارونو لپاره یې عملي ګټه ده. حقوقي دفترونه ترې د فورمو او چکونو د ډکولو لپاره کار اخلي، ځکه دا اله مستقیم او روښانه چاپ برابروي، حال دا چې پر پرنټر د پېچلو فورمو برابرول ستونزمن وي. د امنیت له پلوه هم د ټایپ ماشین‌ له انټرنېټ سره نه وصل کېږي او له هک کېدو خوندي وي؛ دا موضوع د ډیجیټلي څار پروګرامونو تر افشا کېدو وروسته نوره هم مهمه شوې ده. د ساتنې ټیټه بیه—لکه ارزانه رنګین ربن—د ګرانبیه پرنټر کارتریجونو پرتله بله وجه ده چې خلک یې غوره ګڼي.

د اداري کار تر څنګ، د ټایپ ماشین‌ د هنرمندانو او لیکوالانو په منځ کې ځانګړی ځای لري. ځینې لیکوالان باور لري چې پر ټایپ رایټر لیکل د دوی تمرکز زیاتوي، او د خلاقیت بهیر اسانه کوي. د ټایپ فزیکي تجربه—د کیليو غږ، د ګوتو فشار او پر کاغذ د کلمو سمدستي ښکاره کېدل—د دوی د خلاقانه بهیر یوه مهمه برخه ده. ان ځینې کسان لسګونه ټایپونه راټولوي تر څو خپله «ایډیال اله» ومومي.

له صنعتي پلوه هم د ټایپ ماشین بشپړ له منځه نه دی تللی. لا هم هر کال لسګونه زره نوي میخانیکي او برقي ټایپونه په فابریکو کې جوړېږي. که څه هم بازار یې ډېر نه غټېږي، خو غوښتنه یې ثابته ده. د دې وسایلو لوړ دوام، ساده کارونه او له ځانګړو اړتیاوو سره سمون دا ثابته کړې چې د ټایپ ماشین‌ یوازې د تېر وخت یادګار نه دی، بلکې په ډیجیټلي زمانه کې هم یوه ژوندۍ وسیله ده چې د ځینو کاروونکو لپاره لا هم «تر ټولو غوره ټکنالوژي» بلل کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

په لندن کې د پېژندل شوي شاعر بېکسیار د تازه چاپ شوو اثارو مخکتنه

م. ک بيا له كومه را پيدا شو دا بهار چي ميلمه له موږ سره دى بيكسيار بهار كله په ژمي كې هم څرك وهي او کله...