یکشنبه, فبروري 15, 2026
Homeخبرونه‏کډوالو وزارت: د پاکستان له زندانونو ۳۴۵ افغان کډوال ازاد او هېواد...

‏کډوالو وزارت: د پاکستان له زندانونو ۳۴۵ افغان کډوال ازاد او هېواد ته راستانه شول

تاند ( پنج شنبه د مرغومي ـ جدي ۱۱مه) د طالبانو د حکومت د کډوالو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د پاکستان له زندانونو ۳۴۵ افغان کډوال ازاد او هېواد ته راستانه شول.

یاد وزارت زیاته کړې، دغه کډوال د سپین بولدک له لارې پرون چهارشنبه هېواد ته راستانه شوي دي.

د کډوالو وزارت زیاته کړې، چې یاد کسان د پاکستان په مختلفو سیمو کې نیول شوي وو او له یوې تر دوو میاشتو پورې بندیان و.

د سرچینې په معلوماتو کې راغلي چې، یادو راستانه شوو سره د ثبت له پروسې وروسته اړینه مرسته شوې او خپلو سیمو ته لېږدول شوي دي.

د یادونې وړ ده چې، پاکستان له افغان کډوالو سره تر بل هر وخت بد چلند ته دوام ورکوي او هره ورځ په زرګونه افغان کډوال په جبري ډول وباسي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«شرم له سپي» د عبدالمالک بېکسیار «چکـرنامه»

پوهندوی آصف بهاند د ۲۰۲۶ ام کال د جنورۍ پر ۲۴مه، د ډنمارک په کوپنهاگن کې د گڼ‌شمېر افغان‌فرهنگیانو په گډون د بیکسار د دریو...