تاند ( پنج شنبه د مرغومي ـ جدي ۱۱مه) د احصائیې او معلوماتو ملي اداره وايي، د روان ۱۴۰۴ لمریز کال په تېره لیندۍ میاشت کې د خوراکي توکو په بیو کې ۴،۲ سلنه لوړوالی راغلی دی.
د طالبانو یادې ادارې نن پنج شنبه په یوه خبرپاڼه کې زیاته کړې چې، دا لوړوالی په غوړو، غلو دانو او بېلابېلو سیزیجاتو کې راغلی دی.
یادې ادارې د خوراکي توکو د بیو د لوړوالي لاملونه نه دي په ډاګه کړي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې، په دغه میاشت کې د غیر خوراکي توکو په بیو کې هم ۱،۹ سلنه لوړوالی راغلی او زیاتوي چې، درمل او البسه هغه غیر خوراکي توکي دي چې، بیې یې لوړې شوې دي.
خوراکي توکو بیې داسې مهال لوړې شوي چې، بل لورته هیوادوال د خوراکي او غیر خوراکي توکو د بیو له لوړوالي څخه شکایتونه کوي.
عام خلک له اړوندو مسؤلینو غوښتنه کوي چې، نرخونه کنټرول کړي او د احتکار مخه ونیسي.
عام خلک زیاتوي چې، یوازې د لومړنیو خوراکي توکو لکه اوړه او غوړي په هر جنس کې د ۳۰۰ افغانیو په توپیر لوړوالی راغلی دی چې، خلک یې سخت اندېښمن کړي دي.