پنجشنبه, جنوري 1, 2026
Homeخبرونه‏هه نګاو: ۲۰۲۵ کال کې ایران د افغانانو په ګډون نژدې ۲...

‏هه نګاو: ۲۰۲۵ کال کې ایران د افغانانو په ګډون نژدې ۲ زره کسان اعدام کړي

تاند ( پنج شنبه د مرغومي ـ جدي ۱۱مه) د هه نګاو په نوم د بشري حقونو سازمان راپور ورکړی چې، ایران په ۲۰۲۵ کال کې لږ تر لږه ۱ زرو ۸۵۸ تنه اعدام کړي دي.

یاد سازمان زیاته کړې چې، په دغه شمېره کې ۸۵ تنه یې افغانان دي.

راپور کې تېر کال د اعدامونو کچه د نورو کلونو په پرتله لوړه ښودل شوې ده.

د یادونې وړ ده چې، یاد سازمان تېره (دوشنبه، د مرغومي/ جدې ۸ مه) ویلي وو چې، ايراني چارواکو د جدي په ۷مه تېره يکشنبه سهار د بندرعباس په مرکزي زندان کې يو افغان بندي، چې بسم‌الله تاجک نومېده، اعدام کړ.

د ياد سازمان په وينا، هغه د قتل په تور محکوم شوی و.

هه نګاو زياته کړې وه چې د نوموړي له اعدام سره، د ۲۰۲۵ کال له پيله تر پایه په ايران کې د اعدام شويو افغان اتباعو شمېر ۸۵ ته لوړ شو.

ویل کېږي چې ایراني چارواکي عموماً د افغان اتباعو د اعدام خبر نه خپروي.

د نړيوالو بشري حقونو د سازمانونو په وينا، ايران له چين وروسته هغه هېواد دی چې تر ټولو زيات اعدامونه پکې کېږي.

په ایران کې اکثره افغانان د نشه‌يي توکو يا جنايي جرمونو په خاطر اعدامېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د فرانسې افسانوي سینمايي ستورې، بریژیت باردو مړه شوه

تاند (یکشنبه، د مرغومي/ جدې ۷ مه) د فرانس پریس خبري اژانس د راپور له مخې، د دغه هیواد نامتو سینمايي لوبغاړې«بریژیت باردو بنست»...