تاند (پنجشنبه، د مرغومي/ جدې ۱۱ مه) سره له دې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ نارسمي اوربند ټینګ ښکاري، پاکستان د افغانستان د طالبانو د حکومت پر ضد تبلیغات پراخ کړي دي.
همدا نن د پاکستان ګڼو رسنیو د طالبانو د حکومت او د هغه د ناکامیو په اړه لیکنې خپرې کړي دي.
ایکپریس تریبیون لیکلي چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان: بې دولته قدرت تر سرلیک لاندې کښلي چې په تېرو څلورو کلونو کې طالبانو پر هیواد ولکه ټینګه کړې خو افغانستان یو اغېزمن او فعال دولت او حکومت نه لري.
نېشن ورځپاڼې په نننۍ ګڼه کې پر افغانستان د پاکستان د بریدونو دفاع کړې او ویلي یې دي چې پاکستان په دې توګه خپل ځواک وښود.
د پاکستان دولتي راډیو نن په خپله ویبپاڼه کې تر دې سرلیک لاندې:«د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته (په بهر کې) د افغانستان سفارتونه یو په بل پسې بندیږي» د روانې جنورۍ په پای کې په توکیو کې د افغانستان د سفارت د بندېدو یادونه کړې ده.
د افغانستان په اړه د اوصاف (انګلیسي) ورځپاڼې سرلیک دی:
«ګڼو هیوادونو له افغانستان سره دیپلوماتیکې اړیکې ځنډولي دي.»
سره له دې چې په تېرو ۴ کلونو کې په نړیوال ډګر کې د افغانستان له انزوا انکار نه شي کېدای، خو د کال په دې لومړۍ ورځ د پاکستاني رسنیو هممهاله تبلیغات ښيي چې دا کال به هم د افغانستان او پاکستان اړیکې هماغسي چې امریکايي اندکور (تینک ټانک) د بهرنیو اړیکو شورا، وړاندوینه کړې، ترینګلې وي.
د امریکايي اندکور راپور: په ۲۰۲۶ کې نړیوال امنیت ته خطرونه زیاتېږي
په دي کي شک نسته چي په اقغانستان کی حالات ددنیاوالو دحالاتوسره سمون نلري خوپاکستان بیاداحالت په( زرکي ضربوی) ناري سوري ئی سمي کړیدي خوخپل حال ئی هیردی چي په څه حالت کي دي هره ورځ دځپل هیوادیوه یوه ټوټه پرعربو خرڅوي اودعسکرو ګزاره په کوي دپاکستاني ملت په غم کي خواصلآ ندي.خوکه دافغانستان په هکله دپاکستان ونیت ته وګوروهڅکله هم ښه نیت ،ښه ګاونډیتو،ښه مسلماني چي دوي همیشه دځان سپرګرځولي دی پکښي نه بریښي ،ښه بیلګه ئی فرویز مشرف وو ،هغه دافغانستان پرپشتنواوښکي تویولي ویل ئی ټوله قدرت دغیري پښتنوپه لاس کي دی او پښتون قوم هیڅ صلاحیت نلري اوس ئی هغه دپښتنودوښمنان په بغل کي وساتل اودهغوپلاس اوس بیا دامینه ناارامه کول غواړي همیښه لکه پیشي چي وموږک ته غلي ناسته وي دوي هم ګوري چي ددنیا په مطبوعاتوکي یوخبردافغانستان په هکله پیداکړي اوبیا ئی وخپلوکرایی خبرنګارانوته ورکړي، هغوي بیاددي خبرڅخه داسي خبرونه جوړکړي ته به وایی چي داهیوادچپه سواونوردمځکي پرمخ وجودنلري. خوکه دهغه خلګو چي همیشه بیطرفانه قضاوت کوي دنظره وګورونواوس هم دجمهوریت په تناسب وسمي خواته روان دی .ښه بیلګه ئی دپخوانیوشرمښانوځغلول دي چي ددي هیواد هرقوم ئی دهغه قوم د فرعونانو څخه خلاص کړیدی.