یکشنبه, فبروري 15, 2026
Homeخبرونهمسوولان: په تېر ۲۰۲۵ کال کې کډوالو لپاره تر یو لک جریبه...

مسوولان: په تېر ۲۰۲۵ کال کې کډوالو لپاره تر یو لک جریبه زیاته ځمکه ځانګړې شوې

تاند ( پنج شنبه د مرغومي ـ جدي ۱۱مه) د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت ویلي چې، ‏په تېر کال کې د اجباري راستنېدونکو مهاجرو کورنیو د دایمي استوګنې په موخه تر دې دمه ۱۲۴ زره ۶۷۴ جریبه ځمکه ځانګړې شوې ده.

ملا حمدالله فطرت زیاته کړې چې،  دا لړۍ لا هم دوام لري او د اړتیا په مهال به نوره ځمکه هم ورته ځانګړې شي.

نوموړی وايي، په همدغه کال کې تر دې دمه په ۵ ولایتونو، بامیان، لغمان، بلخ، کندز او کندهار کې ۲ زره ۶۹۸ کورنیو ته د استوګنې نمرې وېشل شوي او لا هم دوام لري.

مسوولانو  زیاته کړې چې،  راستنېدونکو ته د دایمي سرپناه ورکړې سربېره زرګونه راغلي کډوال د کار په برخه کې جذب شوي او دا لړۍ دوام لري.

حمدالله فطرت داسې مهال دا مالومات خپروي چې، اوس هم هره ورځ په زرګونه کډوال له پاکستان او ایران څخه په جبري ډول شړل کېږي.

راغلي کډوال داسې مهال هېواد ته راستنېږي چې، دلته د دوی په وینا سوړ ژمي یې ژوند سخت تنګ کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

په لندن کې د پېژندل شوي شاعر بېکسیار د تازه چاپ شوو اثارو مخکتنه

م. ک بيا له كومه را پيدا شو دا بهار چي ميلمه له موږ سره دى بيكسيار بهار كله په ژمي كې هم څرك وهي او کله...