دوشنبه, فبروري 16, 2026
Homeخبرونهد کابل او ولایتونو ترمنځ د واورې او باران له امله تړل...

د کابل او ولایتونو ترمنځ د واورې او باران له امله تړل شوې لارې خلاصې شوي

تاند ( پنج شنبه د مرغومي ـ جدي ۱۱مه) د ‏ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حق‌شناس پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، د وروستۍ واورې او ورښتونو له امله چې د یو شمېر ولایتونو لویې لارې تړل شوې وې، اوس د هر ډول تګ راتګ پر مخ خلاصې دي.

حق‌شناس لیکلي، د سالنګ لویه لار چې د دوشنبې شپې راهیسې د شدیدې واورې او توپان له امله تړل شوې وه، د سالنګونو د څار او ساتنې ریاست په هڅو اوسمهال د ټولو مساپر وړونکو موټرو پر مخ پرانېستې ده.

نوموړي لیکلي چې، د ټیلرو پرته نور بار وړونکي موټر هم د سالنګ پر لار تګ راتګ کوي.

د مسوولانو په وینا ژر به دغه لار د ټیلرو پرمخ هم خلاصه شي.

بامیان، غور، بلخ، فاریاب، لوګر، نورستان او بدخشان هغه ولایتونه و، چې وروستۍ واورې له امله یې لارې تړل شوې وې.

حق شناس زیاته کړې چې، د ولایتونو د ټولګټو چارو ریاستونو پرسونل له لورې د قراردادي شرکتونو سره په مرسته ټولې تړلې لارې پرانېستل شوې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د برلین فلم فیستوال؛ نو ګوډ مین فلم ته کتنه

نو ګوډ مین No Good Men (ښه سړي نه شته) فلم د برلین په فلم فیستوال کې نندارې ته وړاندې شوی دی او یو...