تاند (پنجشنبه، د مرغومي/ جدې ۱۱مه) د افغانستان د ملي ناورینونو د مدیریت اداره وایي، چې په تېرو درېیو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د درنو واورو او ناڅاپي سېلونو له امله ۱۲ تنه مړه شوي او لږ تر لږه ۱۱ نور ټپیان شوي دي.
له دې بېل په هرات کې هم ۵ تنه مړه شوي.
د یادې ادارې ویاند تایید کړه چې د دغو طبیعي پېښو له امله ۲۷۴ کورونه په بشپړه توګه ویجاړ شوي او ۱٬۵۵۸ نور کورونه تر یوه بریده زیانمن شوي دي.
د ناورینونو د مدیریت ادارې ویاند محمد یوسف حماد وویل:
«دوولس هېوادوالو خپل ژوند له لاسه ورکړی، یوولس نور ټپیان دي، او ټولټال ۲۷۴ کورونه په بشپړه توګه او ۱٬۵۵۸ کورونه په جزوي ډول ویجاړ شوي دي.»
له دې جلا د هرات ولایت په اوبه ولسوالي کې د یوه کور د چټ د نړېدو له کبله د یوې کورنۍ ۵ غړي مړه شوي دي.
د هرات د والي ویندوی مفتي محمدیوسف سعیدي رسنیو ته وویل چې دا پېښه پرون (چهارشنبې) د درنې واورې د اورېدو په نتیجه کې شوې ده.
د پېښې په قربانیانو کې یوه مور او د هغې څلور ماشومان شامل دي.
په یو شمېر ولایتونو کې د ورښتونو له دوام سره، د نورو زیانونو اندېښنې هم زیاتې شوې دي، چې دا د زیانګالو ټولنو لپاره د بېړنۍ مرستې او لا ډېر چمتووالي پر اړتیا ټینګار کوي.