څه موده مخکې مې په یوټیوب کې د وحید عمر یو پاډکاسټ ولید، چې د بحث موضوع یې دا وه: (ایا ما ملت هستیم). زه په دې لیکنه کې د وحید عمر پر پاډکاسټ تبصره نه کوم، خو د دې پاډکاسټ موضوع مې په ذهن کې نور داسې څه رایاد کړل، چې باید ویې لیکم.
ځینې اشخاص په شعوري او غیر شعوري ډول منل شوي، دود شوي او عام شوي ملي ارزښتونه متنازعه او تر پوښتنې لاندې راولي او غواړي، چې په خپلو درواغجنو ادعاوو، غیر علمي نظریاتو او په ظاهره عصري اصطلاحاتو لومړی زموږ ناخبره خلک او نوی نسل پر خپل ملي ارزښتونو شکمن او بیا یې په خپل مضر فکر مسموم کړي.
دا بحثونه لومړی د ډیموکراسۍ په لسیزه کې ځینو کیڼ اړخو او ښی اړخو ډلو (پرچمیانو، ستمیانو، شعله یانو، اخوانیانو) مطرح کړل، چې د ببرک په دوره کې یې د منظم سیاسي فکر بڼه غوره کړه او اخوانیانو بیا په جهادي لیکو کې د دې فکر تخمونه وشیندل.
کیڼ اړخو ډلو د (جهان هم وطنۍ) نغارې ډنګولې، ملت پالنه یې تنګ نظري او فاشیزم بلل او ډېری ملت پالان یې په دې تور زنداني یا ووژل.
اخوانیانو بیا ملت پالنه او هېواد پالنه تعصب او کفري عقیده بلل او هغوی هم په دې تور ډېر ملت پالان ووژل، خو کله چې دا دواړې جبهې ناکامه شوې، نو تنګو قومي او سیمه ییېزو سوړو ته یې پناه یووړل.
ورپسې د رباني دوره د ببرک د فکر دوام و، په تېر جمهوریت کې نظار شورا، ځینو پخوانیو کیڼ اړخو ډلو او اخوانیانو بیا دا ډول غاړې ته واچاوه، د بې سرحده بیان له ازادۍ څخه یې ناوړه ګټه پورته کړه او دا مضر بحثونه یې د هر مجلس اجنډا وګرځول.
زما ښه یاد دي، چې د اطلاعاتو او کلتور وزیر سید مخدوم رهین په وزارات کې درې ورځنی سیمینار جوړ کړ او د ځان په ډول ډېرو متعصبو څېرو ته یې د ملي ارزښتونو ضد کمپاین له پاره مایک په لاس ورکړ، لکه پدرام، زریاب، حفیظ منصور او داسې نور.
د دې سیمینار موضوع دا وه، چې ایا موږ ملت یو؟ د دې سیمینار یوه غړي حفیظ منصور به له یوې خوا دعوه کوله، چې احمدشاه مسعود ملي قهرمان و، خو له بلې خوا به یې ویل چې موږ ملت نه، بلکې خپاره او پاشلي قومونه او قبایل یو.
د سياستوالو ترڅنګ زموږ غیر سياسي او عنعنوي ملایان صاحبان خو له پېړیو پېړیو راهیسې له شرعي دلیل پرته د وطن او ملت ښېګڼه غوښتل کفري عقیده بولي او داسې انګېري، چې ګواکي ملتپالنه له امت پالنې سره ټکر لري، خو زموږ حکومتونو د دې غیر اسلامي مفکورې جواب و نه وایه او نه یې هم مخه ونیوله.
ملي ارزښتونه ډېر دي، ځینې ارزښتونه ډلبندي کېدای شي، له سره تعریف کېدل یې هم علمي کار دی، د زمان او مکان په تله تلل یې هم معقوله لاره ده، ځینې ارزښتونه که پردي هم وي د ګټې له مخې ملي او خپل کېدای شي، په ځینو ملي ارزښتونو کې د ګټې او تاوان له مخې بدلون هم په کې راتلای شي، ان دا چې ځینې ارزښتونه حذف کېدای شي، خو په دې لړ کې (وطن) او (ملت) ثابت او تلپاتي ارزښتونه دي، یوازې په افغانستان کې نه، بلکې په ټوله نړۍ کې یو ډول تعریف لري او ډېر ضروري ارزښتونه بلل کېږي.
که څوک ووايي، چې ځينې خلک لکه (خلیلزاد) له افغانستان څخه دباندې ارام ژوند لري او نور خپل اصلي وطن، ملت، تاریخ او نورو ملي ارزښتونو ته هیڅ اړتیا نه لري، خو زه وایم، چې یوازې خلیلزاد نه، بلکې ټول افغان کډوال د خپل اصلي وطن او ملت له ادرس، ملي هویت او پاسپورټ یا نورو ملي اسنادو په مرسته بهرنیو هېوادونو ته تللي دي، که په دې بهرنیو هېوادونو کې اقتصادي، امنیتي یا بل بحران راشي نو لومړی شک به پر همدې کډوالو کېږي او ډېر امکان لري، چې بیرته یې خپل اصلي وطن ته راوشړي، لکه ایران او پاکستان چې راوشړل او دا لړۍ اوس هم دوام لري.
که څه هم ځینې اشخاص او ډلګۍ د وطن او ملت ارزښت په خوله نه یادوي او د ارزښتونو په سترګه نه ورته ګوري، خو عملا لکه اکسېجن د همدې وطن او ملت په برکت ژوند تېروي.
دا د بحث علمي او معقول میتود نه دی، چې منلي ملي ارزښتونه تر پوښتنې لاندې راولو، باید د افادې او بحث طرز بدل کړو او دا پوښتنې مطرح کړو، چې ملي ارښتونه څه ته وایي، زموږ په ملي او فردي هویت کې څه نقش لري، ملي او نړیوال حیثیت یې څه دی، ایا موږ له ملي ارزښتونو پرته ارام او باوقاره ژوند کولای شو، په وروستیو څو لسیزو کې زموږ ملي ارزښتونو ته ولې او کوم زیانونه اوښتي دي، دا ټپي شوي ملي ارزښتونه څنګه بیرته رغولای شو، ایا له ملي ارزښتونو پرته پیاوړی ملت او دولت جوړولای شو؟ ځینې ډلې ولې ملي ارزښتونه نه مني؟ د دې ډلو استدلال څه دی؟ ایا د دوی په استدلال کې عینیت او معقولیت شته که د پردیو استخباراتي شبکو ماموریت مخ ته وړي، څنګه د نورو پرمختللیو ملتونو او دولتونو په ډول خپل ملت، نظام، سیاست او اجتماعي اخلاق د ملي ارزښتونو پر بنسټونو درولای شو؟
زه باور لرم، چې دا بحثونه مو خامخا یوې مثبتې نتیجې ته رسوي، خو که د هر شي له پاره زړو یوناني منطقو ته پناه وړو او د هر ارزښت له پاره وچ هندسي فورمول جوړوو، بیا به د انسان له پاره هم له سره نوی تعریف جوړوو او دا به هېروو چې موږ تر دې مهاله انسانان و.
یو به وایي، چې انسان هغه ناطق حیوان دی، چې پر دوو پښو ځي، واښه او غوښه خوري. بل به وایي چې ځینې مرغان خو هم غوښه او واښه خوري او دوې پښې لري، د تفاهم له پاره ځانګړي اوازونه، سیګنالونه او حرکات یې نطق او خبرې دي، نو ایا دغه ډول مرغان هم انسانان دي؟
بل به وایي، چې انسان باید د دې خصوصیاتو ترڅنګ عقل هم ولري، وروسته باید عقل ته هم هندسي تعریف جوړ شي، لنډه دا چې په همدې وچو هندسي تعریفاتو کې به مو وخت ضایع شي، خو مطلوبه او ګټوره نتیجه به په لاس را نه شي.
زما په اند د مدني او معقولو انسانانو د فکر طرز او بحث میتود دا دی، چې د بحرانونو پر څرنګوالي، عواملو او مدیریت بحث وشي، نه دا چې منل شوي ګټور ارزښتونه متنازعه کړو او په لوی لاس فکري بحرانونو ته زمینه برابره کړو.
سلام
قدر من همت صاحب ډیر ژور بحث او عالی مطالبو او بشپړ ارزښتونو ته موًاشاره کړی ده .
راغلو د صالح محمد په برخه کې دا سړی همغه ملا ملنګ باندې مشهو ر سړی دی او که کوم بل څوک دې؟ مننه