Homeخبرونهاقتصادي خبرونهایران وايي، خپله رېللارې د افغانستان له لارې له چین سره نښلوي

ایران وايي، خپله رېللارې د افغانستان له لارې له چین سره نښلوي

تاند (شنبه، د سلواغې/ دلوې ۲۵ مه) ایران یو پلان وړاندیز کړی چې خپله رېللار د افغانستان له لارې له چین سره ونښلوي. د ایراني چارواکو په وینا، دا لاره د چین او ایران ترمنځ د توکو د لېږد واټن لنډولی او حتی تر اروپا پورې د رېلګاډي مستقیم تګ راتګ ممکنولی شي.

د ایرناخبري اژانس د جمعې د ورځې د راپور له مخې، دا رېللار کولی شي له چین څخه ایران ته د توکو د لېږد واټن نژدې ۵۰ سلنه راکم کړي او د ختیځ ـ لوېدیځ دهلیز جنوبي څانګه لا فعاله کړي.

د راپور له مخې، د روان کال له پیل راهیسې تر اوسه له چین څخه ایران او د اروپایي اتحادیې پر لور تر ۶۳ ډېر اورګاډي ایران ته داخل شوي، حال دا چې تېر کال دا شمېر یوازې اوو رېلګاډو ته رسېده.

ایراني چارواکي وایي، د لارې په اوږدو کې د هېوادونو ترمنځ د ګډو تعرفو د ټاکلو لپاره د څو اړخیزو تفاهم‌لیکونو لاسلیک د رېلګاډو د تګ راتګ په زیاتېدو کې مهم رول لوبولی دی.

ایرنا خبري اژانس همداراز ویلي چې تمه ده د چین–اروپا پر مسیر د شپږو هېوادونو ترمنځ د شویو هوکړو له امله، په کال کې د تېرېدونکو رېلګاډو شمېر شاوخوا ۳۰۰ ته ورسېږي.

په همدې تړاو، د ایران د رېللارو ادارې د بهرنۍ سوداګرۍ عمومي رییس شهریار نقي‌زاده ایرنا ته ویلي چې دا طرحه د ایران او چین ترمنځ د سوداګرۍ او ترانسپورتي اړیکو د ښه کېدو په موخه وړاندې شوې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...