تاند (شنبه، د سلواغې/ دلوې ۲۵ مه) د ازبکستان چارواکي وایي چې په ۲۰۲۵ کال کې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سوداګري مالونو د لېږد اندازه ۲.۶ میلیون ټنو ته رسېدلې ده، چې په دې کې ۲.۲ میلیون ټنه توکي د رېلګاډي له لارې لېږدول شوي دي.
د ازبکستان د ولسمشر د سلاکار مرستیال او د منځنۍ اسیا د نړیوال انستیتیوټ اجرایي رییس جاولان واخابوف، ویلي چې په کابل کې یې د طالبانو د ټولګټو وزارت د رېللارو چارو له مرستیال محمد اسحاق صاحبزاده سره لیدلي دي.
واخابوف چې کابل ته په سفر تللی، وایي په دې کتنه کې د رېللارو د پراختیا پروژو، سیمهییز اتصال، تخنیکي همکاریو او د بنسټیزو تاسیساتو په برخه کې د پانګونې په اړه خبرې شوې دي، څو ترانزیتي او سوداګریز دهلیزونه پیاوړي وشي.
هغه د ترانسافغان لاره د مرکزي او جنوبي اسیا د نښلولو لپاره یو مهم ستراتیژیک دهلیز بللی او ټینګار یې کړی چې د افغانستان په ګډون باید د سیمې د رېلګاډو نوښتونه لا نور پر مخ یووړل شي.